IQNA

د خدای په میلمستیه کې د هالینډ د مسلمانانو ولوله او لیوالتیا

10:10 - March 03, 2025
د خبر لمبر: 3490726
ایکنا – د هالینډ مسلمانان د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت  د خیریه پروګرامونو او غونډو په جوړولو سره د شپې مهال جشنونه لمانځي.

ایکنانیوز د آل تایمز له قوله راپور راکوي،د هالینډ مسلمانانو د روژې دمبارکې میاشتې شپې ورځې پيل کړي دي، دوي په دغې مبارکې میاشتې کې په خیریه پروګرامونو او عام المنافعه دستورو په ترسره کولو سره جشن لمانځي.

په داسې حال کې چې ددغې میاشتې د پيلیدا تاریخ  له مخکې څخه د نجومي محاسباتو څخه په استفادې سره  د هالینډ ترک توکمه ټولنو لپاره  معلوم شوی ؤ، ځینو نورو هم د سعودي عربستان د رسمي اعلان پيروي وکړه چې د رمضان المبارک  پیل ئې د جمعې په ورځې  اعلان کړی دی.

په درست هالینډ کې جوماتونو کې د افطاري پروګرامونه کړی او په اړمنو  کې خوراکي پیکیجونه ویشل کیږي . د حکومت او مسلمانانو ترمینځ داړیکو ادارې (CMO) وئيلي دي ، چې د نغدو مرستو دغونډولو لپاره  ددوي هڅې به سږکال غزې ته د انسان  دوستۍ پر مرستو متمرکزې وي.همداراز به د مسلمانو بندیانو لپاره هم د روژې دمبارکې میاشتې  کابو 5500 پیکیجونه ولیږدول شي.

د هالینډ اسلامی فاؤنډیشن  چې د ۱۴۸ جوماتونو نماینده  دی، د کوروننو د پرانیستو دروازو  د پيښو کوربه دی او له غیر مسلمانانو ته  بلنه ورکوي څو د  د لارښونکو ټورونو له لارې دې د روژې دمبارکې میاشتې په عمومی خوراکي پيکیجونه ترلاسه کړي او ویناوې دې واوري. همداراز اسلام ته د ګروهمنو لپاره هم ځانګړي پروګرامونه  ترتیب کړئ شوي دي.

د هالینډ فوټبال  ټولنې د خپل رمضان المبارک سیاست تکرار کړی دی او مسلمانو لوبغاړو ته ئې اجازت ورکړی  څو د مازدیګر لوبو په وخت  دې لنډه شان وقفه وکړي څو خپل روژماتي وکړي. دغه وقفه د لمر له لویدو وروسته د لوبې په لومړنۍ وقفې کې ترسره کیږی، پر دې شرط چې لږترلږه  په فټ بال ګراؤند کې  د یوه لوبغاړی روژه  وي.

د روژې مبارکه میاشت په نیکمرغه کوچني اختر سره پاي ته رسیږي، چې د شکر په جشن هم مشهور دی او په دغه اختر کې د جشنونو په جوړولو، د ډالیو په ورکولو او د کورنیو او دوستانو په غونډيدا  نوره هم ولوله او پرتم زیاتوي.   

نن سبا د هالینډ هیواد زیاتره مسلمانه ټولنه د مراکش او ترک توکمه مهاجرین  دی. د هالینډ  له مسیحیّت وروسته ترټولو ستر دوهم دین اسلام  دی او د ۲۰۱۸ کال د اټکلونو د اټکلونو په اساس ددغه هیواد پنځه فیصدي نفوس مسلمانان دي. د هالینډ د مسلمانانو اکثریت د اهل تسنن دی.او زیاتره ددغه هیواد په څلورو سترو ښارونو،یعني امسټرډم ،روترډم،هیګ او اوترخت کې ژوند کوي. 

اوس هالینډ څه د پاسه  څلور سوه فعال جوماتونه لري چې کابو تر دوو سوو پورې جوماتونه دترک توکمه مسلمانانو دي،یو سل څلويښت له مراکش توکمو په اختیار کې دي او پنځوس جوماتونه هم سومالیاوال اداره کوي.لس نور جوماتونه هم د هالینډ د نورو مسلمانو قومونو په اختیار کې دي. په هالینډ کې اهل تشیعَ هم په تیرې نیمې پيړئ کې تر پآم وړ ودې شاهدان دي او ددغه مذهب پيروکار په ترتیب سره،ایراني،عراقي، او افغانان دي.

https://iqna.ir/fa/news/4269121

captcha