IQNA

د قرآن د نندارتون په نړیولې برخې کې د اسلامی انقلاب د امامیّنو  د لیدتوګو بیانول او د مقاومت منطق

10:15 - March 03, 2025
د خبر لمبر: 3490727
ایکنا – د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ د نړیوالې برخې مدیر  ددې خبرې په کولو سره چې سږکال به دغه څانګه   ډير ډولوالی ولري ، ووئيل؛  د اسلامی انقلاب د امامیّنو د قرآنی لیدتوګو بیانول او د مقاومت قرآنی منطق د نندارتون د نړیوالې څانګې په ځانګړي ایجنډا کې شامل دی.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ د کب  دمیاشتې له پنځلسمې تر شپږویشتمې نیټې پورې د تهران په عیدګاه یا مصلا کې ترسره کیږي،؛ قرآڼ د ژوند لاره ؛ عنوان  ددغه  نندارتون ددغه پړاؤ شعار ټاکل  او تصویب شوی دی.د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د قرآن د نړیوال مرکز  او د تبلیغ مشر حجة الاسلام  سید مصطفی  حسینی نیشابوري  د قرآن د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ دنړیوالې برخې مدیر دی ، هغه  له ایکنانیوز سره په خبرو کې  د ګډون کونکو هیوادونو شمیر ، ځانګړي فعالیتونه او د نندارتون ددغې برخې د پروګرامونو جزئيات بیان کړل.

هغه په پیل کې  د نندارتو د نړیوالې برخې  د پیلیدا او پاي  د وخت په باب ووئيل؛ د داخلی برخې په افتتاحیې سره په یووخت  به د نړیوالې برخې پرانیسته هم ترسره شي، یعني  د نندارتون د کار د پیلیدا په هماغې لومړنۍ ورځې سره یووخت به د نړیوالې برخې فعالیت هم پیل شيږ سږکال د هغو محدودیَتونو پهدلیل چې په عیدګاه کې د ځای له پلوه ئې  لرو،څه دپاسه پنځلس هیوادونو څخه زیاتو  ته په دغې نړیوالې پيښې کې بلنه نه شو ورکولی.

هغه په عین حال کې ووئيل، سږکال  به د نندارتون په نړیوالې برخې کې  د قرآنی ناستې دریم پړاؤ هم ترسره شي او  په دې کې به د اسلامی نړۍ د قرآني پارلیمان دتاسیس موخې چې  د ایران له خوا وړاندې شوی دی، وارزول شي.څو د وړاندیزونو د  ارزونې او ورباندې د بحثونو له لارې  د قرآن پر مدار د تقریب او وفاق ته ورسیږو. 

حجةالاسلام حسینی نیشابوري زیاته کړې ده ،د اسلامی انقلاب د امامینو حضرت  امام خمیني او آیت الله العظمی سید علی خامنه اي قرانی لیدتوګو بیانول  په خاصه توګه  د نندارتون د نړیوالې برخې په ایجنډا کې شامل شوي او تعقیبوو ئې او د ارواښاد امام او رهبرۍ  قرآنی شخصیّتونه  به له تیر وخته زایت نړیوالو ته په تیره بیا اسلامی نړۍ ته ورمعرفي کړو، ځکه چې هغه لیدتوګې چط  د اسلامی انقلاب د رامینځةکیدا او  دوام سبب شوي دي، همدغه  له قرآنی تعلیماتو څخه اخستل شوي د ارواښاد امام او رهبرۍ لیدتوګې دي.

هغه په پاي کې ټينګار وکړ،همداراز سږکال به د نندارتون په نړیوالې څانګې کې  د مقاومت قرآنی منطق هم ځانګړی اهتمام وکو او په دې کې به په مختلفو شکلونو  او  ډول ډول نړیوالو غونډو ترسره کولو  سره د مقاومت قرآنی منطق  مختلف اړخونه بیان کړو،یوه داسې چاره چې نن سبا ورته ډير ضرورت دی، باید د قرآڼ  له نظره  د مقاومت په موضوع سره جدی عملی او تخصصي بحثونه بڼه ومومي  چې دا کار به سږکال د قرآن دنړیوال نندارتون په نړیوالې څانګې کې ترسره کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4268889

captcha