پارس تودی- په ټولنیزو رسنیو کې د KHAMENEI.IR اکاونټ، هغو هیوادونو ته د اسلامي انقلاب د رهبر د دریو کلونو مخکې خبرداری بیا ځلې خپور کړی دی چي په امریکې باندې تکیه کړې وه.
درې کاله مخکې، د اوکراین د جنګ په لومړیو ورځو کې، د اسلامي انقلاب رهبر امام خامنه ای په یوه استراتیژیکه شننه کې، د دې کړکېچ جړو ته کتنه کړې او په ټینګار سره یې ویلي وه چي اوکراین د امریکا د کړکېچ پال (بحران رامینځته کوونکی) سیاست قربانی شوی دی. هغوی د اوکراین په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنه، له نرمو کودتاو او رنګینو ټولنو څخه ملاتړ د دې بحران له اصلي عواملو وبلله. امام خامنه ای ره زیاته کړه: له هغو هیوادونو او حکومتونو څخه چي لاسپوڅې دي د لوېدیځو قدرتونو ملاتړ، یو تش خیال دی، حقیقت نه لري، ټوله دولتونه دې په دې پوه شي.
د پارس تودی له راپور سره سم، اوس هم له دریو کلونو وروسته، د اسلامي انقلاب د رهبر د شننې صحیح توب او پر ځای والې له مخکې زیات ښکاره شوی او د KHAMENEI.IR رسنۍ هم د شنبې په ماښام په یوه ټوییټ کې د امام خامنه ای یوه جمله په فارسی او اوکرایني ژبو خپره کړې ده چي په دا ډول دی: د اوکراین په مساله کې لومړی د عبرت درس دا دی چي له خپلو لاسپوڅو دولتونو او هیوادونو څخه د غربي قدرتونو ملاتړ، یو تش خوب او خیال دی. په دې باندې ټول دولتونه دې ځانونه پوه کړي. هغه دولتونه چي په امریکا او اروپا باندې تکیه لري، د اوکراین د نن ورځې حالات دې وګورې.
د ویلو ده چي د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرامپ، او د اوکراین ولسمشر زلنسکې تر مینځ په سپینه ماڼۍ کې غونډه وه تر څو د اوکراین د پاته طبیعي شتمنیو د حواله کولو قرارداد له امریکا سره لاسلیک کړي، لیکن دا غونډه د رسنیو په مخکې په بلوا بدله شوه، ټرامپ او د هغه مرستیال او د چارچاپېر کسانو هر یو په خپل وار سره، د خبریالانو په مخکې، په زلنسکي چیغې ووهلې او حتی ټرامپ یو ځلې زلنسکي ټېله کړ او په سخته یې ورته وویله چي خوله بنده کړي!
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157836