IQNA

د ۱۵ هیوادونو او د ۴۰ ولسی موسیسو په شتون سره د تهران د قرآن د نندارتون ترسره کیدا

14:23 - March 04, 2025
د خبر لمبر: 3490733
ایکنا – د قرآن کریم دنړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ مشر د کب  د میاشتې له پنځلسمې نیټې د نندارتون د کار د پیلیدا خبر ورکړ او وې وئيل؛ په دغه پړاؤ کې ۱۵ حاکمیّتي  اورګانونو او ادارو ، ۴۰ولسی موسیسو او ۱۵ هیوادونو  په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

د ۱۵ هیوادونو او د ۴۰ ولسی موسیسو په شتون سره د تهران د قرآن د نندارتون ترسره کیداایکنانیوز  راپور راکړی، د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ خبری ناسته  پرون د کب د میاشتې د د یارلسمې نیټې سهار   د ارشاد وزارت  د قرآن او عترت  د مرستیالۍ په ځای کې  او د قرآن د نړیوال نندارتون د مشر او  د ارشاد د وزیر د قرآنی چارو مرستیال حجةالاسلام حمید رضا ارباب سلیماني  او د قرآن د نندارتون  د پلانونې د شورا منشي  اصغر امیرنیا په شتون  سره ترسره شو.

ددغې ناستې په پیل کې  او د کلام الله مجید له تلاؤت وروسته ملی سرود وغږول شو او وروسته  د رسنیو لپاره د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د مختلفو بړاؤنو څخه جوړ یو ومستند کلیپ هم خپور شو.

له دې وروسته حجةالاسلام  حمید رضا ارباب سلیماني پخپلو څرګندونو کې ووئيل؛قرآن کریم د حکایت نه بلکې د هدایت کتاب دی،که  څه هم  د مونږ لپاره حکایتونه هم نقل  شوی دی، خو قران کریم  هدی اللمتقین ؛ دی . قرآن نور ، مبارک ،بینه برهان ،فرقان او د ذکر کتاب دی . قرآن فرمائي؛ هغه کسان چې  له ما څخه لیرې دي ، سخت ژوند لري او  په تنګڅې کې  ګیریږی.

د نندارتون د  دوه دیرشم پړاؤ د جزئیاتو تشریح؛

ارباب سلیماني  زیاته کړې ده،د روژې میاشت هم د قرآن کریم د نازلیدا  ظرف دی ،  د رمضان میاشتې د عظمت یوه برخه د قرآن کریم د نزول په خاطر ده ، حتی د قدر شپې له عظمته یوه برخه هم د قرآن دنزول  په خاطر ده.

د اسلامی ارشاد او کلتور د  وزیر د قرآن او عترت د چارو مرستیال ووئيل؛ د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ  د کب د میاشتې له پنځلسمې نیټې پيلیږي  او د همدغې میاشتې تر ۲۶ نیټې پورې به د تهران په عیدګاه یا مصلی کې دایر وي.

 هغه د قرآن د نړیوال نندارتون په نړیوالې برخې کې د شتون لپاره د ۱۵ هیوادونو د چمتووالي په اعلانولو سره ووئيل؛ هیله مند یوو په نهایت کې  په نندارتون کې د دغو هیوادونو د قرآنی محصولاتو او تولیداتو د شتون او  وړاندې کولو شاهدان ووسو.

د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ مشر په دوام کې د قرآن د خادمانو  دستاینې غونډې ته هم اشاره وکړه او وې وئيل؛ دغه غونډه همیشه د نندارتون په وروستیو ورځو کې او په مختلفو پړاؤنو کې اجرا شوې ده ، سږکال به هم د تیرو  دودونو په اساس د نندارتون په وروستیو ورځو کې او د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په شتون سره ترسره شي. 

4269426

captcha