ایکنانیوز راپور راکړی، د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ خبری ناسته پرون د کب د میاشتې د د یارلسمې نیټې سهار د ارشاد وزارت د قرآن او عترت د مرستیالۍ په ځای کې او د قرآن د نړیوال نندارتون د مشر او د ارشاد د وزیر د قرآنی چارو مرستیال حجةالاسلام حمید رضا ارباب سلیماني او د قرآن د نندارتون د پلانونې د شورا منشي اصغر امیرنیا په شتون سره ترسره شو.
ددغې ناستې په پیل کې او د کلام الله مجید له تلاؤت وروسته ملی سرود وغږول شو او وروسته د رسنیو لپاره د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د مختلفو بړاؤنو څخه جوړ یو ومستند کلیپ هم خپور شو.
له دې وروسته حجةالاسلام حمید رضا ارباب سلیماني پخپلو څرګندونو کې ووئيل؛قرآن کریم د حکایت نه بلکې د هدایت کتاب دی،که څه هم د مونږ لپاره حکایتونه هم نقل شوی دی، خو قران کریم هدی اللمتقین ؛ دی . قرآن نور ، مبارک ،بینه برهان ،فرقان او د ذکر کتاب دی . قرآن فرمائي؛ هغه کسان چې له ما څخه لیرې دي ، سخت ژوند لري او په تنګڅې کې ګیریږی.
د نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ د جزئیاتو تشریح؛
ارباب سلیماني زیاته کړې ده،د روژې میاشت هم د قرآن کریم د نازلیدا ظرف دی ، د رمضان میاشتې د عظمت یوه برخه د قرآن کریم د نزول په خاطر ده ، حتی د قدر شپې له عظمته یوه برخه هم د قرآن دنزول په خاطر ده.
د اسلامی ارشاد او کلتور د وزیر د قرآن او عترت د چارو مرستیال ووئيل؛ د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ د کب د میاشتې له پنځلسمې نیټې پيلیږي او د همدغې میاشتې تر ۲۶ نیټې پورې به د تهران په عیدګاه یا مصلی کې دایر وي.
هغه د قرآن د نړیوال نندارتون په نړیوالې برخې کې د شتون لپاره د ۱۵ هیوادونو د چمتووالي په اعلانولو سره ووئيل؛ هیله مند یوو په نهایت کې په نندارتون کې د دغو هیوادونو د قرآنی محصولاتو او تولیداتو د شتون او وړاندې کولو شاهدان ووسو.
د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د ۳۲ پړاؤ مشر په دوام کې د قرآن د خادمانو دستاینې غونډې ته هم اشاره وکړه او وې وئيل؛ دغه غونډه همیشه د نندارتون په وروستیو ورځو کې او په مختلفو پړاؤنو کې اجرا شوې ده ، سږکال به هم د تیرو دودونو په اساس د نندارتون په وروستیو ورځو کې او د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په شتون سره ترسره شي.
4269426