IQNA

د قرآن نندارتون د خدای د کلام له معجزو سره د بلدتیا لپاره یو ځای دی

6:40 - March 06, 2025
د خبر لمبر: 3490750
ایکنا - د ایران د  اسلامی ارشاد او کلتور وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د قرآن نمایشګاه  باید مونږ  د وحی د کلام له  معجزناکو  اړخونو سره آشنا کړي او مونږ  دقرآن کریم  له باطني او معرفتی  اعجاز سره لا نزدې کړي.

ایکنانیوزراپور راکړی ، د ایران د اسلامی ارشاد  او کلتور ي چارو وزیر سید عباس صالحي  پرون  مازدیګر  د قرآن کریم دنړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ په پرانیستونکو دستورو کې  د وحي د کلام  ځانګړنو ته په اشارې سره ووئیل، قرآن کریم   د ازلي علم له پیله  سرچینه اخستې  ده ،په داسې حال کې چې نور  آسماني کتابونه  دفعي نزول درلود ځو قرآن  دفعي او تدریجي نزول درلودلی  چې دفعي نزول پیغمبر  او تدریجی نزول  امت جوړ کړی دی. نو ځکه  د ټولنې روزل  ګام په ګام د اسلامی امت  ته پوو شوې  او دا موضوع  له نورو آسماني کتابونو سره د قرآن کریم  یو توپیر  دی.

عباس صالحي د قرآڼ د بلې ځانګړنې په توګه معجزې ته اشاره وکړه  او وې وئيل، پیغمبرانو معجزې درلودې ، خو  د قرآن کریم د معجزو ډول ، دپیغمبرانو له  نورو معجزو سره توپیر لري،ځکه دپیغمبر د معزې  رنګ  د کلام الله او کتاب  ډول دی، نو باید ووئیل شي ، د یوه قوم لپاره د تیرو پیغمبرانو  معجزې ، یوه شهودي معجزه وه او نورو ورڅخه نقل کولو ، چې مثلا  دم وسی عصا یا کوتک څرنګه ؤ  ، خو د پیغمبر اکرم (ص) معجزه څرګنده  ده    او د نورو روایتونه نه دي ، او مونږ اوس هم دغه معجزه  مشاهده کوو.

 د  ایران د ا سلامی جمهوریت د قرآڼ نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ  د چارشنبې په مازدیګر  د  ؛قرآڼ د ژوند لاره ؛ په شعار سره  د تهران د جمعې لمانځه د موقته  امام حجة الاسلام محمد حسن  ابوترابی  او ځینو نورو مذهبی او کلتوری شخصیّتونو په شتون سره   د تهران په عیدګاه یا مصلی کې پیل شو  او  د مارچ د میاشتې تر ۲۶ نیټې پورې به  دوام ولري  چې  البته د تیرو کلونو  په نسبت دغه نندارتون تریوه حده  وړوکی دی خو   دمحتوا برخې  او زیاتې ولسی موسیسې پکې ګډون کوي . دغه نندارتون  له ننه د  مارچ تر ۲۶ نیټې پورې د ولس کوربه  دی او د لیدو وختونه ئې هم  هره ورځ  د مازدیګر له څلورو بجو راهسې د شپې مهال در یولسو بجو پورې  او د چټئ په  ورځو کې هم  د مازدیګر له دوو بجو راهسې د شپې تر یولسو بجو پورې  دي.

https://iqna.ir/fa/news/4270005

captcha