IQNA

پر نفسیاتي سلامتیا د روژې اغیزې/روژه او د حافظې پياوړتیا او د تمرکز زیاتیدا

10:23 - March 09, 2025
د خبر لمبر: 3490763
ایکنا – روژه ساتل په ژوند کې  دنظم په رامینځةکولو او د خوړو او څښلو د مصرفولو له امله د بې خیاله کیدا یا بې سوچه کیدا په کمیدا سره د تمرکز له زیاتولو سره مرسته کويږ هغه مهال چې انسان له خوړلو اتو څښلو ډډه کوي، خپله ذهنی انرژيپر فکری فعالیتونو او معنوي چارو باندې لازیاته متمرکز  کولی شي.

هماغه شان  چې  په  مخکینیو یاددښتونو کې هم اشاره شوې،  روژه پر معنوي اړخونو سربیره، نوره د پام وړ بدني او نفسیاتي اغیزې هم لري.په هغو کې یوه اغیزه ، د  تمرکز زیاتیدا او دحافظې پياوړتیا ده  چې  د روژې ساتنې  له کبله  د بدني او روحي بهیرونو له لارې ترلاسه کیږي.

روژه ساتل په ورځني ژوند کې د نظم په رامینځةکولو او د خوړو او څښلو  د مصرف له  امله د بې سوچه  او بې خیاله کیدا  په کمیدا سره، دتمرکز له زیاتولو سره مرسته کوي، هغه مهال چې انسان له خوړلو او څښاک ډډه کوي، خپله ذهني انرژي پر فکری فعالیتونو او معنوي  چارو باندې لازیاته متمرکز کولی شي. دا حالت په تیره بیا په رمضان المبارک  میاشت کې چېد عبادت د زیاتیدا او د قرآن د قرائت وخت او شپې ورخې دي، دروژتي انسان لپاره  لازیات رابرسیره کیدلی شي. قرآن کریم  د عنکبوت سورې په ۴۵ آیت کې فرمائي؛ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ» (لمونځ له ناخوښو او  سپيرو کارونو منع کوي او د خدای یاد لا لوي دي) که څه هم په دغه آیت کې  په خاصه توګه اشاره شوې ده، خو ددغه آیت د محتوائي دایرې  په پراختیا سره داسې استنباط کیدلی شي چې په کلي توګه عبادتونه منجمله روژه ساتل ، ذهن له منفي افکارو څخه پاکولی او د خداي د یاد په لور ئې کاږلی شي چې دا پخپله د تمرکز د زیاتیدا سبب کیږي.

روژه ساتل  په بدن کې دمثبتو بدلونونو په رامینځةکیدا سره ،لکه چې د وینې د شکرې د سوئې کمیدا او د مغزي پروټينو  د تولید د زیاتیدا  په شمول په بدلونونو سره  د حافظې له پیاوړتیا سره  مرسته کوي.روژه ساتل  د پيژندګلوۍ د کړچار د ښه کیدا او د  مغزي هرمونزو  د زیاتیدا سبب کیدلی شي.  په تول کې روژه ساتل  په بدن او ذهن کې په انډول رامینځةکولو سره ، د حافظې له پیاوړتیا او د تمرکز  له زیاتولو سره مرسته کوي. دغه بهیر  د تقوا د پیاوړتیا ، د  مادي بې سوچه کیدا  او د بې خیاله کیدا د کمیدا او معنوي چارو ته دتوجه د زیاتیدا له لارې  ترلاسه کیږي . قرآن کریم  هم د  خداي د یاد او تقوا پر اهمیّت په ټينګار سره ،په غیر مستقیم توګه د روژې دغو مثبتو اغیزو ته اشاره کوي.د روژې په مبارکې میاشتې کې  د روژې ساتنې په تمرین سره وګړي نه یوازې بدني سلامتیا ترلاسه کولی شي، بلکې خپل نفسیاتي او ذهني کړچار هم ښه کولی شي.. دغه میاشت یو فرصت دی، د عبادت  او د ځان جوړونې له لارې  د حافظې د پیاوړتیا لپاره،د ذهن د پاکولو  او  د تمرکز  د زیاتولو  لپاره.

https://iqna.ir/en/news/3492194

captcha