IQNA

د تانزانیا د قرآن سیالۍ؛له دینی تبلیغ رانیولې د عربستان تر ډيپلوماټيکې استفادې پورې

10:40 - March 10, 2025
د خبر لمبر: 3490772
ایکنا – سعودی عربستان د افریقا د له ترټولو سترې قرآني پیښې څخه چې له کلونو کلونو راهسې د تانزانیا د خصوصي برخې په پراخ مشارکت او ددینی موسیسو په وسیله د هیواد د مسلمانانو او ځوانانو ترمینځ  د قرآن د ځائيګي  د پیاوړتیا لپاره په نظر کې نیول شوی،د خپلې دینی ډيپلوماسۍ  لپاره د یوه تیار آوزار په توګه ا و د قرآنی او اسلامی کلتور د ترټولو مهم ملاتړي په توګه د افریقا په لوئې وچې کې د خبلې څیرې د ښه کولو او  استفادې لپاره لاس په کار شوی دی.

ایکنانیوز راپور راکوي،په تانزانیا کې د ایران د کلتوری سلایار محسن معارفی په یوه یاددښت کې لیکلي دي، په اسلامی هیوادونو کې قرآني سیالۍ تل  د حکومتي او مذهبی  چارواکو د توجه وړ ګرځیدلي دي ، خکه چې   دغه سیالۍ  مسلمان ځوانان د قرآن ددقیق تلاؤت او حفظ ته  هڅوي او د اسلامی تعلیماتو د درک د ژورتیا لباره یو مناسب پلیټ فارم برابروي، ددې په ترڅ کې چې  ډیری ګډون کونکي په قرآنی حوزې کې  له نورو فعالو کسانو سره   آشناکیږی او  له دې  لارې ، د دوی لباره هم  لازیات تعلمي فرصتونه او بورسیې اوسکالرشپې  برابریږی.

د تانزانیا قرآني سیالۍ هم  له همدوی یوه سیالی ده  چې هرکال  د تیر کال په نسبت    د اورګانونو او مذهبی  او دینی چارواکو  به وسیله  په لاپرتم او براخ دول ترسره کیږی . دغه سیالۍ  په تیره بیا ب ه روژې مبارکې میاشتې کې  په تانزانیا کې د ډیرو مخاطبانو  سره او د حکومتی او دینی لوړبوړو چارواکو به شتون سره ترسره کیږی.. په دغو ډیرو سیالیو کې نوره په لسګونو هیوادونوه هم ګډون کوي او د کورو، ګاډي او یا څو زره ډالری جایزو په څیر  ډیرې نفیسې  جایزې  ګټونکو ته ډالۍ کیږي.

مسابقات قرآن تانزانیا؛ از تبلیغ دینی تا بهره‌برداری دیپلماتیک عربستان

 په تانزانیا کې ددغو قرآني  سیالیو یو وروستی نوښت، د فوټبال په سټيډیمونو کې  ددغو سیالیو ترسره کیدا د نندارچیانو له بې مخینې هرکلی سره  مخ شوی . دغه نوښت  په ۲۰۱۶کال کې د تانزانیا د اهل سنت دیوه فعال روحاني ، شیخ نورالدین  کشکي په مدیریّت سره  د الحکمه  موسیسې په وسیله  ترسره  شو او سره له دې چې  په بیل کې  له یو لړ نیوکو سره  مخ شوې ،  چې د قرآن کریم  له سیالیو سره  ولې د سبورټي  سیالیو به څیر  تعامل شوی دی، خو  به دې لحاظ  چې   په لسګونو زره  کسان په یوه ځاي کې قرآني سیالۍ تعقیبوي ، ډيره د توجه وړ   ګرځیدلې ده او په دغه هیواد کې ئې ډیر  اهمیّت موندلی دی.

مسابقات قرآن تانزانیا؛ از تبلیغ دینی تا بهره‌برداری دیپلماتیک عربستان

 ددغو سیالیو د محبوبیّت زیاتیدا لامل شوې چې  د سعودي عربستان په څير یو هیواد چې  د مسلمانانو د زړونو  په جلبولو بسې  دی ،  دغو سیالیو سره دلچسپی وښئ او هڅه و کړي،  له دې څخه  د خپلې دیني ډيپلوماسۍ لپاره د یوه آوزار په توګه استفاده وکړي. په دې خاطر د سعودي عربستان   د اسلامی چارو وزارت  څو ځله  د تانزانیا  له لوي مفتي ،  شیخ ابوبکر بن زبیر ته بلنه ورکړه  او د روان کال په  په غوائ یا ثور میاشت کې  د عربستان د اسلامی چارو  وزیر شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز ال الشیخ  له مفتي سره موافقه وکړه  چې  دغه سیالۍ  د تانزانیا په سپورټي سټیډریم کې  د مفتي  په شخصي مدیریّت سره  د تانزانیا د مسلمانانو د لوړې شورا(BAKWATA) به وسیله د حکومتي لوړپوړو چارواکو په شتون سره ترسره کړي.له خبرواترو وروسته وټاکل شوه  چې  دغه سیالۍ  په روان کال کې د عربستان او تانزانیا په ګډه  د میرمنو او  سړیو په دوو نوبتونو کې ترسره شي.

مسابقات قرآن تانزانیا؛ از تبلیغ دینی تا بهره‌برداری دیپلماتیک عربستان

 د میرمنو سیالۍ د روان کال   د وږي یا سنبلې  میاشتې په لسمه نیټه  د تانزانیا د ولسمشرې  میرمن سامیه سولهو حسن  او  له یولسو هیوادونو څځه د سیالي کونکو  په شتون او د ډیرو زیاتو مسلمانانو په ګډون  سره  د دارالسلام  به بنجامین فوټبال  سټيډیم کې  ترسره شو.

 د ښاغلو سیالۍ هم د کب د میاشتې  په پنځمه نیټه  د دارالسلام  په هماغه سپورټي سټيډيم کې له قرآن کریم سره  د لسګونو زره مینه والو په شون  او له ۲۵ هیوادونو څخه د سیالۍ کونکو په ګډون سره ترسره شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4270496

captcha