د قرآن نور هیڅ پوله نه پيژندي ، ددغې نړۍ په هرځاي کې ، چې وي،تږي زړونه خړوبه کوي او د هغو په زړه پورې غږ روحونو ته یوه لاره پرانیزي. سید جلال معصومي په کابل کې له هماغه ماشوموالي څخه په یوه هغه کور چې سهارونه ئې د خپل ورور اوپلار د قرآن د تلاؤت په انګازې سره پيل کید. دنور په دغې لارې کې ئې ګام پورته کړ.دکابل له جوماتونو رانیولې ، ددامغان تر قرآنی غونډو پورې، د لندن له پوهنتونونو رانیولې ، د امریکا ترقرآنی پروګرامونو او داسې ډیرو نورو ، همیشه ئې خپل رسالت د کلام وحی په دودیدا کې لیدلی دی.
د ایکنانیوز خبریال په پیل کې ورڅځه پوښتنه وکړه ، چې تراوسه پورې ئې د قرآن کریم په حوزې کې داسې کوم اغیزشیندونکي فعالیتونه او د خآن د معرفي کولو سره چې تراوسه پورې ئې د قرآن کریم په حوزې کې درلودلي دي،څه ووائئ؟
سید جلال معصومي ووئيل؛دقرآاواهلبیت (ع)خادم د افغانستان د کابل ښار په یوه ښاري کې وزیږیدماشومتون او زلمیتوب دوران ئې هم په همدغه ښار کې تیر کړی دی.زه په هغو کورنیو کې لوي شوم چې هر سهار د ما د ورور او پلار د قرآن کریم په آواز سره ویښیدلم.هغه مخکې ووئيل، د قرآنی فعالیتونو ترڅن ئې د لندن په اسلامی پوهنتون کې تدریس هم پیل کړ او تراوسه پورې ئې دوام ورکړی دی.هغه دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل،محفل قرآنی پروګرام د ایران ځانګړی پروګرام نه دی، بلکې دا یو نړیوال پروګرام دی . ما ډيرو سیمو ته سفرونه کړی دي او په دغو سفرونو کې مو د محفل پروګراامونو ډیری ویډیوګانې ولیدلې چې دوستانو راته وښایلې ؛نو محفل یو نړیوال پروګرام دی .
هر چا چې په محفل پروګرام کې شتون پیدا کړ او هرهغه څوک چې دغه پروګرام ویني ګټونکی دی له نورو پروګرامونو سره د محفل توپیري وجه چې د ؛تَلِنت ؛ په بڼه اجرا کیږی، همدا ده چې د محفل په پروګرام کې هیڅ بایلونکی نه لرو.
حتما پوهیږئ چې تر اوسه پورې داسې کسان شته چې ادعاکوي ،شیعیان یوازې اهل بیت علیهم السلام باندې فکر وي او د دوي په نزد قرآڼ مهجور دی. د محفل پروګرام په هغو کسانو ته ورزده کړي چې شیعه دعترت ترڅنګ قرآن ته هم توجه وکړي.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، محفل پروګرام د قرآن کریم د حفظ اوقرائت دیوې د جذابیت یو څرګند مثال دی، ده پروګرام داسې کار کړی دی چې ډیری قدرمن چې اصلا له قرآن سره ئې انس نه درلود، اوس د یوه بل لباره د قرآن د قاریانو او حافظانو ویډیوګانې لیږي .زه داسې ډير قدرمن پیژندم چې د وحی له کلام سره ئې څه خاص انس نه درلود،خو ده پروګرام ئې ولید او وهڅول شول.
محفل پروګرام وښودله چې مونږ د قرآنی معجزو او قرآن له لارې کتونکو ته ښودلی شو،محفل پروګرام ترټولو ښه روزنه ده چې د هغه له لارې قرآن لازیات او لازیاتو کورنیو ته ورمعرفی کړو.
https://iqna.ir/fa/news/4270751