IQNA

حجةالاسلام ارباب سلیمانی

د قرآن نندارتون د قرآن په اقامې پسې دی

9:24 - March 18, 2025
د خبر لمبر: 3490816
ایکنا -  د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او داسلامی چارو د وزیر د قرآن او عترت د برخې مرستیال  د قرآڼ د نندارتون ددوه دیرشم پړاؤ په پایزو د قرآن کریم د خادمانو د ستاینې او قدرونې په دستورو کې  ووئيل؛ که له الهي رحمته لیرې یوو، نو په دې دلیل ده چې د قرآن د کتاب او لمانځه  داقامې یوازې ظواهرو ته توجه کوو، په داسې حال کې چې  ددغو دواړو مهمو  اقامه  یوازې ترسره کول ئې نه دي،  او د قرآن تبلیغ او دودول هم له اقامې سره سمون خوري او د قرآن نندارتون په دوي پسې دی.

ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران داسلامی جمهوریت د اسلامی ارشاد او د کلتور د چارو وزیرحجةالاسلام حمید رضا ارباب سلیماني د قرآڼ کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ  په پایزو دستورو  او دغه راز د قرآن کریم د خادمانو  دستاینې په دیرشمو دستورو کې  ووئيل؛   د نندارتون ددغه پړاؤ په ځانګړنو کې  په کال کې ددوهم ځل ترسره کیدا وه ، ځکه چې د قرآن نندارتون یوازې د اسلامی ارشاد او کلتور د وزارت کلتوری پيښه ده چې  د هجري قمری تاریخ  په اساس ترسره کیږي.

هغه په دې هیلې سره چې ددغه نندارتون ترسره کیدا د دینی کلتور دودیدا او تبلیغ په ډګر کې د یوه نوی  او ماډرن حرکت پیل دی ووئيل؛ په هغو چورلیزونو کې چې د نندارتون په دغه پړاؤ کې  تعقیب شوي  او ورته توجه شوې ده ، د ټولنې ددیني هویّت پياوړتیا ده ،دا چې وتوانیږي،  دټولنې مختلفې پرګنې  د قرآن له تعلیماتو سره آشنا کړو.

ارباب سلیماني روښانه کړه،  په دغه پړاؤ کې د عترت  موضوع ته خاص توجه شوې ده .ددې په ترڅ کې چې  د دیني او قرآنی علومو د حوزې غوره شخصیّتونو اهتمام هم شوی او نو ځکه مو په دې لړ کې د خداي بخښلي فیض الاسلام د شخصیّت  په بیانولو کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.

نمایشگاه قرآن به دنبال اقامه قرآن است

 ایکنانیوز راپور راکوي،  د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد د چارو وزیر  هم ددغو دستورو په یوې برخې کې  پخپلې وینا کې ووئيل؛ قرآن کریم ځان د هدایت کتاب ګڼي چې د قرآن کریم دغه ځانګړنه پخپله  په همدغه کتاب کې هم یاد شوې ده ؛ سره له دې  باید ولیدل شي چې قرآن کریم  ځان د  کومې هدفي ټولنې لپاره  ځان  دهدایت عامل معرفی کوي او اوس  چې  مونږ  د قرآن د خادمانو په توګه  د آسماني کتاب په خدمت کې یوو، د هدفي ټولنې له کومې پرګنې سره مخ یوو؟

سید عباس صالحي  روښانه کړې ده ، قرآن کریم  کله ځان د  متققینو د ډلې لپاره  د هدایت عامل معرفي کوي او ددغه کتاب هدف ټولنه  د خداوند متعال د ترټولو غوره او ښو بندګانو یوه ډله ده،  په یوې بلې سطحې کې قرآن کریم ځان د مینځ لارې پرګنې  یعني د مومنانو  د پرګنې د هدایت عامل  معرفي کوی ؛ هغه کسان چې  الهی واضح او څرګندې نښې نښآنې ئې  لیدلي دي او  دهغوي لپاره د دین حقانیّت رابرسیره او څرګند شوی دی  او  ورباندې ئې ایمان راوړی دی او البته  کله دغه هدف ټولنه هغه مسلمانان  دي  چې مرتبه ئې  له مومنانو او متقینو څځه لا ټيټه  ده 

علی سرابی

عباس صالحي ټينګار وکړ،  ددغې چارې اهتمام کول باید  د  مونږ د قرآني ټولنې یوه مهمه او اصلی اندیښنه  وي او دا چاره  د قرآن په مینه والو او لیوالو کې  له داخلی خبرواترو څخه، د ټولنې د دستو وګړو او پرګنو  په هر اړخیز مشاارکت سره د خبرواترو  او مذاکرانو یوې پراخې پرانیستي  فضا بدلوي  چې هیله مند یم  د قرآن د نندارتون پيښه   او د قرآن  خادمانو ټولنه هڅه وکړي، څو  د قرآن پیغام د   ټولنې د مختلفو پرګنو او وګړو  هرې  سطحې لپاره لا په زړه پورې او ملموسه  شي.

 ددغو دستورو په دوام کې د قرآن کریم د خامدانو د ټولنې عمومی منشي  سید علی سرابی  پخپلې لنډې وینا کې ووئيل؛ د  قرآن د شان او عظمت  د خدمت کونکو  ستاینه او قدرونه  د پیغمبر اکرم (ص) او د پیغمبر اکرم  او معصومینو علیهم السلام له سیرته  سرچینه اخستې  او د کلتور او اسلامی ارشاد وزارت  په تیرو دیرشو کلونو کې  ځان دې چارې ته پابند کړی دی څو په مختلفو  حوزو کې د قران کریم د خادمانو  قدرونه اوستاینه وکړي.

 ددغو دستورو پایزې دستورې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان  د وینا او د قران کریم د خادمانو د سمینار د یو دیرشم  پړاؤ د غوره کسانو د قدرونې او ستاینې  کتونکې وې.

حبیب مهکام

https://iqna.ir/fa/news/4272431

captcha