IQNA

12:54 - March 19, 2025
د خبر لمبر: 3490822

د رمضان المبارک د ۱۸ ورځې په زړه پورې لنډه دعا

ایکنا - د روژې دمبارکې میاشتې د ۱۸ ورځې په زړه پورې لنډه دعا ؛اللَّهُمَّ نَبِّهْنِي فِيهِ لِبَرَكَاتِ أَسْحَارِهِ، وَ نَوِّرْ فِيهِ قَلْبِي بِضِيَاءِ أَنْوَارِهِ، وَ خُذْ بِكُلِّ أَعْضَائِي إِلَى اتِّبَاعِ آثَارِهِ، بِنُورِكَ يَا مُنَوِّرَ قُلُوبِ الْعَارِفِينَ.

د رمضان المبارک د ۱۸ ورځې په زړه پورې لنډه دعا

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د اتلسمې د  ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛

اللَّهُمَّ نَبِّهْنِي فِيهِ لِبَرَكَاتِ أَسْحَارِهِ، وَ نَوِّرْ فِيهِ قَلْبِي بِضِيَاءِ أَنْوَارِهِ، وَ خُذْ بِكُلِّ أَعْضَائِي إِلَى اتِّبَاعِ آثَارِهِ، بِنُورِكَ يَا مُنَوِّرَ قُلُوبِ الْعَارِفِينَ.

ائ لویه خدایه ! په دغې پاکې  او برکتناکې میاشتې  کې مو د دغې میاشتې  د سهار نیو برکتونو په ارزښت پوهه کړې ، او زړه مو د دغو ارزښتونو  په رڼا سره  نوران ي کړې ، او درست غړي مو ،ددغو ارزښتناکو برکتونو په پیروۍ وګمارې، د خپل نور  په خاطر ،  ائ د عارفانو د زړونو روښانه کونکیه ::::: 

Day 18 of Ramadan: Today’s Special Supplication

captcha