له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئې له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
نو راځئ چې د روژې دمبارکې میاشتې د اتلسمې د ورځې دعا په ګډه سره زمزمه کړو ؛
اللَّهُمَّ نَبِّهْنِي فِيهِ لِبَرَكَاتِ أَسْحَارِهِ، وَ نَوِّرْ فِيهِ قَلْبِي بِضِيَاءِ أَنْوَارِهِ، وَ خُذْ بِكُلِّ أَعْضَائِي إِلَى اتِّبَاعِ آثَارِهِ، بِنُورِكَ يَا مُنَوِّرَ قُلُوبِ الْعَارِفِينَ.
ائ لویه خدایه ! په دغې پاکې او برکتناکې میاشتې کې مو د دغې میاشتې د سهار نیو برکتونو په ارزښت پوهه کړې ، او زړه مو د دغو ارزښتونو په رڼا سره نوران ي کړې ، او درست غړي مو ،ددغو ارزښتناکو برکتونو په پیروۍ وګمارې، د خپل نور په خاطر ، ائ د عارفانو د زړونو روښانه کونکیه :::::