IQNA

د امیر المومنین علی(ع) د ضربت دغمیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

6:31 - March 20, 2025
د خبر لمبر: 3490828
ایکنا- د حضرت امام علی علیه السالم د شهادت د کلیزې  د رارسیدا سره په یووخت د عراق د نجف اشرف  ولایت د پولیسو ویندوي  د هغه بزرګوار د زیارتوالو  لپاره د هر ډول خدماتو او امنیتی تدبیرونو د بشپړتیا خبر ورکړی دی.

 ایکنانیوز دعراق واع خبری آژانس له قوله راپور راکړی، د نجف اشرف  د پولیسو ویندوي  وئیلي دي،  د عراق د کورنیو چارو د وزیر په فرمان  سره  دغې قوماندانۍ  د حضرت امام علی علیه السلام  د شهادت د کلیزې د ځانګړو دستورو  په باب ټوله خدماتي او امنیتی تدبیرونه او  او د زیارتوالو  دامنیت  دتضمینولو لپاره   هر څه بشبړ تیار کړي.

مفید سالم الطاهر  ټينګار کړی دی، دغه طرحه  اساسا  د امیر المومنین د مرقد دامنیت پر تامینولو ، د کوفې ښار او د ولایت پر ټولو مذهبی  ځایونو  تمرکز کړ ی دی  او  دعراق الحشد الشعبی  ځواک  او د  امام علی لښکر  د امنیتی او استخباراتي ادارو ترڅنګ په دغه پلان  کې ګډون کوي.

د ډګروال الطاهر په وینا،  دغه پلان  کې همداراز  د نجف ولایت  په صحرا کې ددغه ولایت  دپولیسو   وارمخکې  اقدامات  هم شامل دي چې د زیارتوالو د مناسبې فضا د تیارولو او دامنیت دتضمینولو  او د امیر المومنین  حرم ته  د دوی په آسانۍ سره د لاس رسي د آسانولو  او د بیرته ګرځیدا  دامنیت په باب اقدامات پکې شامل دي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي د امام بزرګوار د ضربت د پيښې  او  شهادت په مناسبت درستو مینه والو ته  یوځل بیا د زړه له کومې تسلیّت وائي.

https://iqna.ir/fa/news/4272948

captcha