IQNA

د افغانستان په خاورې کې به ترهه ګر بیا هم تعقیب کړو

6:42 - March 20, 2025
د خبر لمبر: 3490830
ایکنا- د پاکستان دفاع وزیر  په افغانستان کې  دتحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  د  جګړه مارو  د شتون په ادعا سره  په دغه هیواد  داخل کې پر دوي د حملو ګواښ  وکړ.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپورر اکوي،،د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف  د افغانستان په خاورې کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) د جګړه مارو  دشتون په ادعا سره  ووئیل، دغه هیواد به د ضرورت په بڼه کې  له امنیتی ګواښونو سره  دډغرې لپاره  دافغانستان خاورې ته وارد شي.

 خواجه آصف جیؤ نیوز ته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  په دې زمینې کې نرم چلند به ، بې شکه د مونږ دملی امنیت په تاوان وي. زه په دې باب هیڅ شک نه لروم  او له کومې ویرې پرته وایم چې  خپل دښمن به  هرچرته  چې وي تعیب کړو او  په هره بڼه او هر شکل سره  چې  لازمه شي ، وراباندې به سخت ګوزار وکړو.

د پاکستان دفاع وزیر  ووئیل، د اسلام اباد حکومت  په کرتو  د افغانستان له طالبانو  غوښتي ، څو د ټي ټي پي  په ضد دې اقدام وکړيو خو  ددغې ډلې داخلی اختلافات  له دغه ګواښ سره  په مخامخیدا کې  دبې وسۍ او کمزورئ سبب شوي دي.

هغه همداراز مدعي شوی  چې  په ځينو موردونو کې طالبانو د ټي ټي پي  دغو وګړو او ورانکارو لپاره  پټنځایونه  هم برابر کړي دي.

 د افغانستان طالببانو تر دې دمه دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تل ئې  ددغه  هیواد له وسلوالو مخالفانو څخه د ملاتړپ ه باب د پاکستان تورونه رد کړي دي. 

 https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/12/29/3278438  

captcha