ایکنانیوز راپور راکوي، په درست ایران ، پاکستان ،عراق، بحرین، لبنان پشمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داهل بیت علیهم السلام مینه وال د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت دستورې جوړوي او په دې مناسبت ویر او ماتم کوي او د اهل بیت علیهم السلام دسیرت او ځانګړنو او دغه راز د هغوی په نقش قدم باندې د پل د کیښودو لپاره له اهل بیت (ع) سره د مینې په خاطر په ویناؤ خپل زړونه خړوبوي.
د ایران درست جوماتونه،امامباړې ،په مشهد مقدس کې دامام رضاعلیه السلام سپيڅلی حرم، په قم مقدس کې د حضرت بی بی معصومه حرم پشمول درست ایران په ویر او ماتم کې ډوب دی همدرااز د پاکستان په اسلام اباد، لاهور کراچۍ ،پنډۍ پيښور، پاراچنار فیصل اباد،حیدر آباد پشمول په لسګونو واړو اوسترو ښارونو کې د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت دستورې او جلوسونه روان دي او د اهل بیت مینه وال مسلمانان ویر او ماتم کوي.
په نجف اشرف کې د ا مام بزرګوار د سپيڅلي حرم کې د قدر د دوهمې شپې او د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت په شپې پرتمینې اوولولناکې دستورې ترسره شوي، ایکنانیوز په دې مناسبت یو انځوریز راپور برابر کړی او ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.