IQNA

د اردن د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ایران د نماینده په زړه پورې تلاؤت

11:43 - March 23, 2025
د خبر لمبر: 3490847
ایکنا – د اردن د قرآن د نړیوالو سیالیو په دوه دیرشم پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده حسین خانی بیدګلي د قاضیانو د پلاوي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ایکنا نیوز راپور راکړی، د اردن هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دوه دیرشم پړاؤ کې  د ایران نماینده حسین خاني بیدګلی پرون شنبې ورخې سهار  د قاضیانو د پلاوي  پوښتنو ته ځوابونه ورکړلږ

هغه  د خپلې اجرا په باب ایکنانیوز  خبریال سره په خبرو کې ووئيل؛له نیکه مرغه مو ښه اجرا درلوده او له کومې تیروتنې  او تذکر پرته مو د قاضیانو د پلاوي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

حسین خاني بیدګلی  په دغو سیالیو کې د ګډون کونکو سختې اوکوټلي سیالۍ ته په اشارې سره هم ووئيل، تراوسه پورې ډيرو ګډون کونکو له کومې تیروتنې  او تذکر پرته د قاضیانو  د پلاوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

د ایکنانیوز د راپور په اساس،دغه سیالۍ ددنیا د ۵۴ هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره ترسره کیږي او دغه سیالۍ به د روانې اونۍ تروروستیو پورې دوام وکړي.

 د اردن د قرآن دنړیوالو سیالیو  دغه پړاؤ په قاضیانو کې له عربستان، مصر څخه یو یو قاضی شتون لري.

 

https://iqna.ir/fa/news/4273351

captcha