IQNA

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود قرآنی غوښتې!  

د قرآني ناستو د زیاتولو لپاره زیات همت پکار دی

13:56 - March 23, 2025
د خبر لمبر: 3490849
ایکنا -  قرآنی پړاؤنه او ناستې زیاتې کړو.ځینی داسې ښه عادتونه وو چې د قرآني ټيلیویژن او ریډیوئي تلاوت  او د هغو په شان د نورو چارو په خاطر،چې ډير په زړه پورې دي ،وروسته پاتې شوي دي ، چې باید جبران شي  او په هغو کې یو اقدام همدغه په جوماتونو ،یا امامباړو کې   قرآنی ناستې یا په کورونو کې دقرآنی پړاؤنو ترسره کیدا ده.

د ۱۴۴۶قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې  له لومړۍ ورخې  او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په نزد د قرآني فعالانو،قاریانو او حافظانو په شتون سره د قرآني محفلو له ترسره کیدا سره په یووخت،  ایکنانیوز هره ورځ په څلورو لسیزو کې د رهبرۍ د ستر مقام قرآنی غوښتو ته  د روژې د مبارکې میاشتې  په رارسیدا سره یوه کتنه کوي.

د ۱۴۴۰قمری کال  د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره ، د ۱۳۹۷ لمریز کال د  غواي د میاشتې په ۱۶ ورځ د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د وینا  په یوې برخې کې  راغلي دي؛ یو هغه کار  چې ډیر مهم دی، هغه دا چې مونږ د قرآن پړاؤنه ،د قرآن غونډې یادوو،البته  په تیروخت کې  قرآني توجه  له اوس سره د پرتلې وړ نه ده ، دا نشي ویل کیدلی  چې په سلو کې یوه برخه ، [بلکې] په زرو کې  هم یوه برخه  نه وه،  هغه مهال چې  مونږ په ډګر کې وو،  او کتل مو ، واقعا  د نن په مقابل کې په زرو کې یوه برخه هم  نه وو، البته  ځيني ښه عادتونه موجود وو، چې  همدااوس لکه د ریډیوئي او د قرآن  ټيلیویژني چینل تلاؤت او د دوي په شان ځینی نور اقدامات  وو،  چې  ډير هم ښه دي ، دغه شیان  او چارې تر یوه حده وروسته پاتې شوي دي  چې باید جبران شي،  په هغو کې یو اقدام د قرآن کورني پړاؤنه او محفلونه وو. یو ئې  همدغه  په جوماتونو او امامباړو کې د قرآن[لوستل ] او محفلونه وو.::

په دې باب ایکنانیوز یوویډیوئي کلیپ  برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4273417

captcha