ایکنانیوز راپور راکوي، د قدس دنړیوالې ورځې او د انتفاضې د درنشت د مرکزی کمیټې مشر رمضان شریف له ایکنانیوز سره په خبرو کې د حضرت امیر المومنین امام علی علیه السلام د شهادت د شپو ورځو په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره او د قدر د شپو ورځو او د روژتیانو د طاعتونو دقبلونې په هیلې سره د ۱۴۰۴ لمری کال د قدس د نړیوالې ورځې ځانګړي اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل؛ دغه ورځ د ارواښاد امام خمیني معجزناکه او نوښتي ورځ وه . په تیرو کلونو کې دقدس په ورځو کې د ایران د قدرمن ولس میداني شتون تل د فلسطین له ولس پر ملاتړ ددوي ټينګار او په نړیوال ډګر کې د صهیونیسټي رژيم څخه دبراءت او بیزارۍ اوکرکې اعلان نندارې ته وړاندې کړی دی.
هغه د قدس دنړیوالې ورځې معنالرونکو بریاؤ ته په اشارې سره ووئيل؛ د قدس د ورځې په نامې سره د رمضان المبارک د وروستۍ جمعې نومول او ددغې ورځې په میلیوني لاریون کې د ولس پراخ ګډون اجازت ورنکړ، د فلسطین د موضو دهیرونې او ددغه مقدس ټاتوبی د نیولو لپاره لپاره د صهیونیسټي رژيم سټراټژي تحقق ومومي .
رمضان شریف زیاته کړې ده، هر کال د قدس د نړیوالې ورخې په درشل کې د له یوه پلوه د فلسطین د ټاټوبی دنیولو دوسیه او بل پلوه د دخپل ټاتوبی د آزادولو لپاره د فلسطین د ولس دمبارزو دوسیه تل سره ډغره وهي.
د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د درنښت د مرکزي کمیټې مشر په دوام کې ووئيل،نوي نسلونه د فلسطین د ټاټوبي په نیواک او له صهیونیسټانو سره د فلسطین د ولس د مبارزې له څرنګوالي سره بلد شوي دي .له دې پلوه د قدس دنړیوالې ورځې د میلیوني لاریون ترسره کیدا ، د فلسطینیانو دنوي نسلونو او مقاومت د بهری لپاره یو ښه فرصت برابر کړی دی.
رمضان شریف همداراز د اسرائيلو دنیواکګرۍ او ظلم په اویا کلن نیواک باندې په ټينګار سره ووئيل؛ صهیونیسټان باید دغه سرزورئ ختمې کړي او د هغوي ملاتړي دې ددغه وحشي رژيم له ملاتړه لاس واخلي او اجازت دې ورکړي د فلسطین ولس پخپل مادري ټاتوبی کې کرار ژوند وکړي . هیله مند یوو، دنړۍ درست خلک د یوې داسې ورځې شاهدان ووسي چې بیت المقدس او د مسلمانانو لومړنۍ قبله آزاده شي او د فلسطین ملت په دغه ټاټوبی کې د مختلفو الهي دینونو د پيروکارو په شتون سره بیرته د یوه بل ترڅنګ په سولې اوامنیت سره ژوند وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4272089