IQNA

د رهبرۍ د ستر مقام قرآنی غوښتې

د قرآن د تفسیر د غونډو د جوړیدا ضرورت

15:54 - March 25, 2025
د خبر لمبر: 3490862
ایکنا –د ټولنې د معارفو سویه، د قرآن د تفسیر په بیانولو سره لوړه کړئ.قرآن کریم،؛اقوَم؛ لامقاوم،لا ښه،لا پیاوړی او له ښه بریښوی،؛اقوَم؛ د تاسو د حکومت په جوړولو او پياوړی کولو کې په حقیقي ژوند کې او په اخروي حیات کې، کله  قرآنی معارف خواره واره شي، نو دغه شان نتیجه به ترلاسه شي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د ۱۴۴۶قمری کال د روژې مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځ او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په نزد د قرآني فعالانو ،قاریانو او حافظانو په شتون سره د قرآنی محفل  له ترسره کیدا سره په یووخت ،ایکنانیوز په څلورو لسیزو کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي قرآني غوښتوته  د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په درشل کې هر کال قرانی محفلونو ته یوه کتنه کوي.

 د ۱۴۴۴ قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود وینا په یوې برخې کې راغلي دي؛

یو بل کار ، د تفسیر غونډې دي، تفسیر هم ډیرډير مهم دی،هغه کسان چې کولی شي، هغه کسان چې بلد دي،زیاتره  قدرمن روحانیون، قدرمت فاضلان، هغه کسان چې له قرآن سره انس او مینه لري،مطالعه وکړي، فکر وکړي، تفسیری بحثونه بیان کړي.د ټولنې  د معارفو سویه لوړه کړئ ، بلاخره دا چې فرمائي ؛؛اِنَّ هذَا القُرءانَ یَهدی لِلَّتی هِیَ اَقوَم؛ دغه قرآن؛اقوام؛، یعني په لا مقاوم، لا ښه،لاپیاوي هویّت سره تاسو ته ښئ، تاسو د پياوړتیا په لور هدایتوي ؛نو په څه شي کې اقوَم یا پیاوړتیا ؟  اقوَم؛ پياوړتیا ستا د دنیا په ژوند کې،  پياوړتیا  ستا د عزت په حاصلولو کې، “پیاوړتیا؛ ستا د حکومت په جوړولو کې، او “پیاوړتیا” ستا په حقیقي ژوند او آخرت کې، چې اصل ژوند دی – لاحیة الحیوان – قرآني تعلیمات  کله پراخ شي،نو  بیا داسې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4273549

captcha