د مسیحیانو په سنت کې ، روژه زیاتره په پاک عید کې ترسره کیږي، داسې چې له پاک عیده نشي جلا کیدلی. په پيل کې روژه یوازې تر شپږدیرشو پورې یا په اونۍ کې تر شپږو ورځو پورې ترسره کیده.. د اسلامی حقوقو د فقې او اساس په برخې کې پی ایچ ډي لرونکي او د امام خمیني نړیوال پوهنتون دعملي پلاوي غړې محدثه معیني فرد په یوه هغه یاددښت کې چې د قزویرن ایکناینوز برخې ته سپارل شوې ، په ابراهیمی دینونو کې روژه ؛ په موضوع سره په درو برخو کې ارزول شوې ده ، چې ددغه یاددښت دریمه ګڼه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
په مسیحیّت کې روژه،له مقدس کتابه د استر د شپاړسم آیت په اساس، تر ټاکلي وخت پورې له خوراک او څښاک څخه د ډډه کولو په معنا دی . په دې معنا چې په مسیحیّت کې روژه په یوه مشخص وخت کې ترسره کیږي. په عتیق عهد کې روژه د (tsum)تسوم، یا تسوم(tsom) او اینا نفسیو (inna nafsyo) په کلمو سره ذکر شوې ده چې د له روژې سره د ځان د پاکولو په معنا ده. په عتیق عهد کې روژه همداراز په ځان کړولو، غم، شخصي او عمومي توبې او له تضرعه د ډکې دعا له پیاوړتیا سره اړونده ده .
د مسیحّیت په سنت کې ، په پیل کې له روژې څخه کوم رسمي او دود شوې نسخه نه وه او دا یوه شخصي مسئله وه،خو په دوهمې پيړۍ کې د روژې عمل سسټماټیک شو . مسیحیانو په پيل کې د یوې منظمې اونیې روژې وټاکلې. دوي د روژې ورځې روژه حضرت عیسی مسیح(ع) په سلیب د ځړیدا د یاددښت لپاره او په چارشنبې ورځې روژه له هغه سره د خیانت د یاددښت لپاره ترسره کوله. په دغه پړاؤ کې روژه ساتل ، د توبې پیاوړتیا، د دعا لا ژورتیا او د مسیح له سرښیندنې او کړاؤ سره هم ذاته ګڼل کیدله. په دوام کې د روژې ساتنې سنت ، مبلغانو د تبلیغي ماموریّت له پیلیدا مخکې روژه ساتله . بیا وروسته وروسته په څلورم پیړۍ کې ډیری مسیحیانو له رباني ماسخوتن مخکې روژه ساتله.
په مسیحی سنت کې روژه زیاتره په پاک عید کې ترسره کیږي، داسې چې دا له پاک عیده نشي جلا کیدلی. په پیل کې روژه یوازې ۳۶ ورځې یا د اونۍ په شپږو ورځو کې ترسره کیدله ، خو په اومې او اتمې پيړیو کې په درستې لویدیځي اروپا کې مسیحي رهبرانو دوی ته د نورو څلورو ورځو ورزیاتولو ته مخه کړه څو څلویښتو ورخو ته ورسیږي.
مسیحیانو روژه له پاک عیده مخکې له اومې یکشنبې وروسته په چارشنبې ورځې پيلوله، داسې ورځ چې په خاکستر چارشنبې مشهوره شوه. په دغو ورځو کې روژه په مقدسې شبنې کې د پاک عید د شپې مهال دستورو سره پاي ته رسیدله. په همدې دلیل ده چې د څلویښت ورځنئ روژې پړاؤ د لنټ(Lent) په توګه پيژندل کیږي او مسیحیانو ځانونه دعا او معنوی ریاضت ته وقف کوي.
په داسې حال کې چې په نوی دور کې روژه په ؛نستئو() یا نستیا() کلمې سره یاد شوې ده چې د؛ نه خوړلو ؛ په معنا ده . په مسیحیّت کې روژه ساتل د مختلفو مخو لپاره ترسره کیږی، لکه چې ؛ د پاچایانو د لومړي کتاب له ۲۱باب څخه په ۲۷ آیت کې راغلي دي چې روژه د خداي دکلام د ترلاسه کولو لپاره د چمتووالي روژه، د توبې نښه ده .
د سموئيل لومړي کتاب له ۳۱ باب څخه په ۱۳ آیت کې راغلي دي چې روژه د ویر او غم نښه ده.
د سوئيل د دوهم کتاب له ۱۲ باب څخه په ۱۶ آيت کې راغلي دي چې روژه د الهی برکت لپاره غوښته ده .
https://qazvin.iqna.ir/fa/news/4273637