IQNA

د وحشي صهیونیسټي رژيم ریښه باید له فلسطین او سیمې ویستل شي

18:32 - March 31, 2025
د خبر لمبر: 3490892
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نیکمرغه کوچنی اختر دلمانځه په خطبو کې وفرمائي؛ صهیونیسټ رژيم د استعمارګرانو نیابتي ځواک دی،که چیرې امریکا کوم شرارت وکړي نو محکم متقابل ګوزار به خوري

ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په تهران کښې د کوچني اختر د لمانځه په خطبو کښې د روژې د مبارکې میاشتې په اخري جمعې ورځ د قدس په نړیواله ورځ د ایران د ملت د پرتمینه او له معنا د ډکو لاریونونو په درنښت سره وویل:

 هغو هیوادونو ته چې په دنیا کښې باید پوه شي او د ایران ملت وپیژندي د ایران د ملت ستر حرکت بیلابیل پیغامونه درلودل او دغه پیغامونه د هغوې غوږونو ته ورسیدل.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي د نیکمرغه کوچني اختر د لمانځه په دوهمې خطبې کښې په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د نسل کشۍ او د ماشومانو د وژلو دوام په روژې میاشت کښې د اسلامي امت د خپګان سبب وباله او جوته یې کړه: دغه جنایتونه د فلسطین له غاصبې ورانکاري ډلې(اسرائیلو) څخه د امریکا د ملاتړونو او د مرستو د دوام په سیوري کښې ترسره شول.

هغه حضرت صهیونیسټ رژيم په سیمه کښې د استعمارګرو هیوادونو په استازي  توب ځواک وباله او زیاته یې کړه: لویدیځ هیوادونه بیا بیا د سیمې غیرتمن ځوانان او زړور ملتونه د نورو په استازي توب کولو تورنوي خو کاملا واضح ده چې په سیمه کښې د نورو په استازي توب ځواک هغه فاسد  رژیم( اسرائیل) دی چې د جنګ په رامینځته کولو ، نسل کشۍ او په نورو هیوادونو باندې په تیري کولو سره د هغو هیوادونو چې له نړیوال جنګ څخه وروسته یې په دغه سیمې خیټه اچولي وه د پلانونو د بشپړولو او ورته د دوام د ورکولو په حال کښې دی.

امام خامنه اي د استعمارګرانو چې په پیسو او رسنیو سره په دنیا باندې حکومت کوي د ترهګرۍ ضد ادعاګانو ته په اشارې سره وویل: همدغه استعمارګر هیوادونه چې په خپلو ویناګانو کښې له خپلو حقوقو او ټاټوبي څخه د ملتونو دفاع ترهګرۍ او جنایت ګڼي د صهیونیسټانو په ښکاره ترهګرو اقداماتو او نسل کشۍ سترې پټوي یا له دا ډول اقداماتو سره مرسته هم کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دوام کښې د ابوجهاد ، د فتحي شقاقي، د شیخ  احمد یاسین او د عماد مغینه په شان د شخصیتونو چې په بیلابیلو هیوادونو کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا ټرور شول او یا د اسرائیلو په عملیاتو کښې د عراق د بیلابیلو ساینس پوهانو ټرور ته په نغوتې سره  وویل امریکا او یوشمیر لویدیځ هیوادونه له دغو ښکاره ټروریسټي حرکتونو دفاع کوي او پاتې دنیا هم یوازې تماشه کوي.

د کوچني اختر په لمانځه کښې د امام خامنه اي انځور

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود له دوو کلونو په کم وخت کښې د کابو شل زره فلسطیني ماشومانو د شهادت په هکله د بشري حقوقو د مدعیانو د بې پامۍ په سخته غندلو سره وویل: البته د اروپا او د امریکا په شمول د نړۍ ملتونه تر یوه حده چې له دغو جنایتونو خبریږي د صهیونیسټ رژیم او د امریکا پرضد مظاهرې او غونډې کوي او که چیرې په کامل ډول هغوې ته اطلاعات ورکړل شي نو حتما ملتونه خپل اعتراضونه زیاتوی.

هغه حضرت ټینګار وکړ دغه ورانکاره ، شریره او قاتله ډله(اسرائیل) باید له فلسطین او سیمې څخه ختمه کړې شي چې د خدای په مهربانۍ سره به دغه کار وشي او په دې زمینه کښې هڅه د بشر د ټولو وګړو دیني ، اخلاقي او انساني دنده ده.

د حضرت ایت الله خامنه اي په امامت د کوچني اختر د لمانځه د ترسره کیدا انځور

هغه حضرت د سیمې په باره کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو ثبات ته په اشارې سره وویل: زمونږ دریځونه ثابت دي او د امریکا او د صهیونیسټ رژيم دښمنۍ هم د تیرو وختونو په شان ده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د کوچني اختر د دوهمې خطبې په پاې کښې د امریکا له وروستیو ګواښ څخه د ډکولو دریځونو په باره کښې دوه مهم ټکي بیان کړل: لومړۍ دا چې که چیرې له خارج څخه کوم شرارت وشو البته زیات احتمال نشته په پریکنده توګه به محکم متقابل ګوزار وخوري او دوهمه دا چې که چیرې دښمن د تیرو کلونو په شان د ایران په داخل کښې د فتنې د رامینځته کولو په فکر کښې وي د ایران ملت به د هماغو کلونو په شان فتنې رامینځته کونکو ته پیاوړی ځواب ورکړي.

 

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i158584

captcha