ایکنانیوز د مستضعفینو د رضاکار ځواک د عمومی اړیکو د برخې له قوله راپورراکړی،د مستضعفینو رضاکار ځواک له خوا په خپرې شوي اعلامیې کې په پیغام کې داسې وئيل شوي دي.
بسم الله الرحمن الرحیم
إِنَّ الَّذینَ قالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَةُ أَلاَّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتی کُنْتُمْ تُوعَدُون (فصلت: ۳۰)
د ۱۳۵۸لمریز کال د پسرلي لومړنۍ شپې ورځې او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته له پنځوسو ورځو هم کمې شپې تیرې وې، چې د ایران ټاټوبی میرمنو او سړیو یوبل انقلاب او حماسه وپنځوله او پخپلو مهربانو لاسونو سره ئې د جمهوری اسلامی د پاکې وَنې ترڅنګ یو بل نیالګی وکاره او هغه مجاهدت اوس یوه ستره سټه لرونکي ونه جوړه شوې ده چې ریښې ئې په دغې مقدسې جغرافیې کې خورې ورې شوي او او شاخونو او څانګو ئې پر دغې پراخې او خوارې وارې خاورې باندې دروند سیوری غوړولی دی او لوړوالي ئې فضا ولولناکه اوپرتمینه ځلولې ده.
د وري د میاشتې دولسمه نیټه وه چې ساګانې ستړې شوي وې ، د ظلم او استبداد د ژمي له یخنۍڅخه، په هغه حساس پړاؤ کې جمهوری اسلامی ته په ؛هو؛ او یس وئیلو سره چې له دیني اوملی هویّته راپورته شوي چغه ده ، د پسرلي په زړه پورې وږمه ئې راپورته کړه اود دنیا سیاسی ادبیاتو ته ئې یو بدیع ترکیب ډالۍ ، یو داسې ترکیب چې له ولسواکۍ سره د دیانت یو پیوند ؤ.
جمهوری اسلامی ته د ؛هو؛ راي ورکول ،هماغه د ؛ رَبُّنَا اللَّه ؛ چغه وه چې دست کفر او طاغوت ته په لګتې ورکولو سره د دنیا د ختیځ او لویدیځ باؤؤ ئې دړې وړې کړ او سبب شو ، له ظلم او ستم څخه د ټولو ستړو شوو په زړنو کې د مقاومت تخم جوکې او جوانه وکړي . اواوس د لیدتوګو ټوله آفاق، د یمن له جغرافیې رانیولې او له عراق او سورئې رانیولې ، د د دنیا په ګوټ ګوټ کې تر پوهنتونونو او کالجونو پورې ئې درسته تفکرات راګیر کړي دی، یو داسې تفکر اولیدتوګه چې هیڅ پوله او سرحد نه پیژندي اونه هم کوم رنګ ،نسل او نه هم کومه ژبه پيژندي ، یوه داسې لیدتوګه چې ژوندی ده اورغنده،یوه خوځنده لیدتوګه او د امام المنتظر عجل الله تعالی فرجه الشریف ترقیام پورې ، او اوس د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو میرمنو اوسړیو په مجاهدت او میړنتوب او همت سره او د جهاد په مختلفو ډګرونو کې د زرګونو شهیدانو په وړاندې کولو سره ددغه ولولناکې ټاکنې پنځه څلویښتمه کلیزه په داسې شرائطو کې لمانځهي چې له درستو داخلی اوبهرنیو بندیزونو او فتنو او اورلګونو او اړئ ګړئ جوړولو سره سره هماغه د غره په شان کلک دریدلی دی.
د مستضعفینو رضار ځواک په دغې اعلامیې کې د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکئ د وئيلو او د درستو عبادتونو او طاعتونو د قبلیدا په هیلې سره او د قدس په نړیوالې ورخې په میلیوني لاریون کې په ولولناک ګډنو سره او دغه راز د صهیونیسټي ماشوم وژونکي، منحوس او غاصب رژيم د جنایتونو په محکوملو سره د مقاومت او خدمت د ځانګړو شخصیّتونو پشمول ددرستو شهیدانو د یاد اوخاطرې په لماڼځلو سره جمهوری اسلامی ته د تل پاتې مثبتې راي ورکونې د کلیزې یعني د وري د میاشتې د دولسمې نیټې په رارسیدا سره مبارکي وړاندې کولو سره د ارواښاد امام او شهیدانو پرآرمانونو بیا تعهد نوی کوي او اعلان کوي چې د امام المنتظر د کریمه حکومت په لورد ګام په اوچتولو کې د اقتصادي ،کلتوری او سیاسی اونورو ټولو جوړښتونو او ډګرونو کې به درهبرۍ د ستر مقام له لارښونو څخه اطاعت وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4274544