IQNA

د تونس د جوماتونو شمېر له ۵ زرو څخه واوښت

11:55 - April 07, 2025
د خبر لمبر: 3490924
ایکنا - د تونس د اوقافو او دیني چارو وزارت په خپلو احصایو کې اعلان کړی دی: د تونس د جوماتونو شمېر له ۵ زرو څخه زیات شوی دی. 

د ایکنا نیوز د الوطن له قوله  راپور راکوي، د تونس ډېری ښارونه د خپل معنوي میراث له امله پیژندل شوي دي او داسې پخواني جوماتونه لري چې پر کتونکو ډيرې اغیزې شیندي.

دا ځایونه، د خپل دیني رول ترڅنګ، د معمارۍ د خلاقیت سرچینې هم دي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورغلي لیدونکي د لوړ معنویت او نازکو ډیزاینونو له امله حیرانوي.

دا په زړه پورې سیلناک ځایونه د سیمې دیني او ټولنیز جوړښت جوړوي چې د ایمان او یووالي له عناصرو سره څرګندیږي.

د تیونس د جوماتونو شمېر، د دیني چارو وزارت د احصایو له مخې، له ۵ زرو څخه زیات شوي دي، خو ځینې یې د خپل تاریخي میراث له امله ځانګړي دي، په تیره بیا د تیونس د زاړه ښار په زړه کې موقعیت لرونکی «د زیتونې جومات» چې په ۷۹ هجري قمري کال کې جوړ شوي دي.

«د زیتونې جومات» (Al-Zaytuna Mosque)، تر ټولو زوړ جومات او د تیونس ښار یوه په زړه پورې جاذبه شمېرل کیږي او ۵۰۰۰ مربع میټره مساحت لري. دا جومات، په اسلامي تاریخ کې یو له سترو او لومړنیو پوهنتونونو څخه دی او ډېری اسلامي عالمان لکه «محمد بن علي مازري»، «ابن خلدون» او د تیونس یو له سترو شاعرانو «ابوالقاسم شابي» له دې پوهنتون څخه فارغ‌التحصیل شوي دي. دا جومات ۹ بېلابېلې دروازې لري او ۱۶۰ اصلي ستنې یې د کارتاژ زاړه ښار له کنډوالو څخه راوړل شوې دي.

د تونس د جوماتونو شمېر له ۵ زرو څخه واوښت

د الهیات او د قران د تدریس ترڅنګ، په زیتونې پوهنتون کې نورې څانګې لکه د حقوقو تیوري، گرامر، علوم، تاریخ او طب هم تدریس کېدل او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ډېر زده‌کوونکي دغه پوهنتون ته ورتلل. د زیتونې پوهنتون کتابتونونه د ګاونډیو هېوادونو په مینځ کې تر ټولو قیمتي کتابونه درلودل او د دې لاسي نسخو موضوعاتو له منطق او حسابه نیولې تر هندسې، کیهان پيژندنې  او نورو پورې ټولې برخې په بر کې نیولې وې.

https://iqna.ir/fa/news/4275026     

بچوې: جومات
captcha