IQNA

د مدیني دترټولو پخوانۍ هدیرې د ورانیدا کلیزه

د حرم له کنډواله کیدا څخه مخکې د بقیع او قبرونو حکایت(فیلم او انځورونه)

11:11 - April 08, 2025
د خبر لمبر: 3490926
ایکنا – د بقیع هدیره په مدینې منورې کې یو اسلامی تاریخي  زیارت ځاي دی چې  داهل تشیّع پر امامیّنو او شخصیّتونو سربیره ، د اهل تسنن  دلویانو مقبرې هم پکې واقع دي.

ایکنانیوز راپور راکړی،د شوال د میاشتې اتمه نیټه یعني د وري د میاشتې اتلسمه نیټه د آل سعود حکومت د وهابیانو په لاس د  بقیع قبرستان د ورانولو  کلیزه ده . سره له دې چې ددغه قبرستان ورانول په څو مرحلو کې ترسره شوي،خو د شوال په اتمه نیټه ( د ۱۳۴۴قمری کال) د  ابن سعودد  له بیا مسلط کیدا  او پر مدینې ښار باندې په مسلط کیدا پسې  دغه زیارتي ځاي به بشپړ  ډول  ړنګ شو.د جنت البقیع هدیره د حرم له کنډوالې مخکې تر یوې ګنبسۍ لاندې وه او یو ضریح ئې درلود.

د بقیع  د آئمه حرم د بقیع هدیرې په لویدیځي پلوَ واقع  دی چې په هغه ځاي کې د حضرت امام حسن مجبتی ، حضرت امام سجاد،حضرت امام محمد باقر  او حضرت امام جعفر صادق علیهم السلام څلور قبرونه د یوبل ترڅنګ دي.په څو میټرۍ کې ورسره د د رسول الله بزرګوار(ص) د آکا عباس  مبارک قبر هم واقع دی.

د بقیع قبرستان  د مدینې منورې یو ترټولو بخوانۍ قبرستان دی  او  پر معصومو مامانو سربیره وئيل کیږي چې د اهل سنت  لویان او ځانګړې څيرې او شخصیّتونه  پکې خاورو ته سپارل شوي دي چې په هغو کې عثمان بن عفان( داهل سنت دریم خلیفه او د قرآن غونډونکی) او د پيغمبر اکرم(ص)  ماندینې حضرت عایشه ته اشاره کولی شو.

همداراز د پیغمبر اکرم(ص) څو ماندینې او هم د هغه بزرګوار آکا عباس او د حضرت امام علی ابن ابی طالب مور بزرګواره  فاطمه بنت اسد، د حضرت ابوالفضل العباس (ع)مور حضرت ام البنین او د اسلام ځیني نور لویان  په بقیع کې خاورو ته سپارل شوي دي. په بقیع کې هغه لومړنی کس چې له انصارو خاورو ته سپارل شوی،اسعد بن زراره  او له مهاجرینو څخه عثمان بن  مطعون ؤ.

په بقیع کې د دفن کیدا د فضیلت به باب ډیر حدیثونه هم ټینګار کوي او پیغمبر اکرم (ص) د خداوندمتعال له خوا مامور شوی ؤ مدینې ته له هجرت وروسته ،دغه ځاي د مسلمانانو ددفن کیدا د ځاي په توګه وټاکي او د مسلمانانو مړي  په هغه ځاي کې  خاورو ته وسپاري او په دغه قبرستان کې د ښخ شوو  مړو لپاره  دعا او استغفار وکړي.

بقیع؛ بارگاه بزرگان اهل سنت + عکس و فیلم

باب البقیع ؛  مسجد النبی (ص) ته د واریدیدا دروازه!

 باب البقیع  دمسجد النبی په ختیخي دیوال کې دغه جومات یوه دروازه ده او دا د باب جبرئيل  ترڅنګ، بقیع ته مخامخ  او د باب السلام په مقابل کې ده.له بقیع قبرستان سره له مسجد النبی(ص) څخه ددغې دروازې مخامخ شونه ددې  نام کیښودو دلیل دی.

د اهل تشیّع  عالمانو د بقیع پر ورانولو پر اعتراض سربیره، د وهابیّت په بنیاد باندې کرکتنې او نیوکې کې لیکل شوي آثارو  او د مقدسو  ځایونو تخریبولو آثار  تالیف کړي دي .  په هغو کې ، کشف الاِرتیاب،  چې سید محسن امین لیکل او دغه راز د محمد جواد بلاغي لیکل شوی دعوةالهدی  ته اشاره کولی شو.

 https://iqna.ir/fa/news/4275031
captcha