IQNA

 د وقف په قانون کې د بدلون په مسودې هندی مسلمانانو سخته نیوکه  کړې

11:30 - April 08, 2025
د خبر لمبر: 3490928
ایکنا – د هند مسلمانانو  ددغه هیواد  د افراط پال حکومت له خوا  د وقف په قانون کې د بدلون لپآره د سیکولر ګوندونو  اقدام  په سخته محکوم کړ.

ایکنانیوز د پاکستان وایس له قوله راپور راکړ، په هندوستان کې د اسلامی تشخص د احوال ادارې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي چې د هند په لوک سبها او مشرانوجرګې کې  د وقف د قانون  د سمووالي د مسودې  له وړاندې کیدا وروسته  د پارلیمان د اپوزیشن  ګوندونو استازو د شرائطو په بشپړ در ک سره له دغې مسودې سره مخالفت وکړ.

دغې ادارې د قانون ددغې مسودې په وړاندې  د دریدا لپاره د پارلیمان د غړو او د اپوزیشن ګوندونو د ټولو مشرانو مننه او ستاینه وکړه او روښانه ئې کړه ، چې دغه دریځ د بحث په باب د موضوع د حساسیّت ښودنه کوي.

په عین حال کې،د اسلامی تشخص د احوال ادارې  د ملی ډيموکراټیک ائیتلاف د متحدانو او د هغوی د مشرانو په تیره بیا د چاندرا بابو نایډو او جاینت چودری او نیتیش کومار  چلند په سخته محکوم کړ.

 د هندوستان په لوک سبها او مشرانو جرګې کې  د وقف د قانون داصلاح مسوده تصویب شوې  ده ،داسې چې مشرانو جرګې کې  ورته د ۹۵ منفی رایو په مقابل کې  ۱۲۸ مثبتې راي ورکړل شوي دي.هماغه شان چې په لوک سبها یا ولسی جرګې کې هم ورته ۲۸۸ استازو  مثبته او ۲۳۲ نمایندګانو هم  ورته منفي رایه ورکړې ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4275093

captcha