ایکنانیوز راپور راکړی،د بیان په آزادۍ او د بشری حقوقو په موضوع کې د لویدیځي هیوادونو دوه ګوڼي سټينډرډونه تل پوښتنه راپارؤنکي دي.ددغه دوه مخیتوب یوه څرګنده ځلا، د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاویو آزادي او د یهودیّت ضده اقداماتو د ممنوعیّت په پلمه په صهیونیسټ رژيم له ترټولو وړوکې نیوکې سره مبارزه ده.
الجزیره مباشر په یوه مطلب کې د نجلاء محفوظ په قلم سره په دې باب لیکلي دي،په وروستیو کلونو کې د قرآن کریم سپکاوي،د لویدیځي سیاستوالانو په ملاتړ،توجیه او ستاینې کې چې همیشه د عقیدې د آزادۍ تشې ډنډورې اوشعارونه پورته کوي، په کرتو تکرار شوي دي.دغه سیاستوالان هماغه کسان دي چې کله له هغو ښکارندو سره چې دوي ئې یهودي ضده ګڼي ، مخامخیږی،نو د دوي چغې او ډنډورې د نړیوالو ترغوږونو رسیږي.
د پام وړ ټکی دا دی چې ځیني کسان قصدا د قرآن کریم دسپکاوي لپاهر د مسلمانانو د مذهبی مناسبتونو وختونه ټاکي.د روژې د مبارکې میاشتې، د مسلمانانو اخترونه او حج په څير مناسبتونو ته اشاره کولی شو، دهغو کسانو په څير چې د ۲-۲۳کال کې د قربانۍ د لوي اختر په ورځ ئې په سویډ کې دیوه جومات په وړاندې قرآني نسخه وسوځوله یا د هالینډ افراط پال او زوړ پال سیاستوال خیرت ویلډرز په ټویټټر کې په رمضان میاشت کې یوه ویډیو خپره کړه ، د ؛ اسلام ته نه ، رمضان ته نه ،د اسلام ددین لپاره آزادۍ ته نه ؛ په عنوان سره :::
د قرآن کریم د هرځل سوځولو او د پیغمبر اکرم (ص) د هر ځل سپکاوي وروسته د لویدیځي رسندویو هائ هوئ زیاتیږی. خو دوي د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي کونکو عاملانو د محکومولو په ځاي د سپکاویو له امله په پاریدلي مسلمانانو باندې یرغلونه کوي او هغوي د آزادۍ دښمنان معرفي کوي!
نو پوښتنه دا ده چې ؛ د اسلام د دین په ضد دا ټوله رټل ؛ د څه لپاره دي؟
اروپایان؛ له نړۍ څخه جلا اوبدل شوي خټه
د مسلمانانو د اعتقاداتو قصدا سپکاوي،د دوی د مقدس کتاب بیا بیا سوځولو ته نه محدوديږي، په ۲۰۱۲ کال کې د مسلمانانو د بې ګناهئ په عنوان سره(Innocence of Muslims ) پیغمبر اکرم ته په سپکاوي کې د یوه فیلم د جوړولو شاهدان وو.له بل پلوه شارلی ابدو فرانسوي خپرونې په کرتو د اسلام او پیغمبر اکرم (ص)په سپکاویو کې په کرتو کارتونونه خپره کړي او په درستې نړۍ کې ئې د مسلمانانو په پراخو اعتراضونو سترګې پټې کړي دي . همداراز د فرانسې ولسمشر ددغه اقدام له محکومولو څخه ډډه کړې او له هغه څه څخه ئې چې د عقیدې آزادي ئې بللې دفاع کړې ده.
دسویډ په سټاکهم پوهنتون کې د مدني حقوقو یو استاد مارتین شولتر لیکلي دي،چې د مسلمانانو مجرم بلل جرم دی، په داسې حال کې چې د قانون په اساس د قرآن کریم سوځول ، په مسلمانانو باندې حمله نه ده ،بلکې د اسلام په دین حمله ده .
قانون د قرآن سوځول کوم جرم نه دی ګڼلی ،ځکه موخه ئې د یوهې خاصې ډلې په ضد حمله نه ده ؛دا د سویډ دقوانینو لپاره نیمګړتیا نه ،بلکې یو امتیاز دی.
مسلمه ده چې هر څومره انسان پرمختللی،لامتمدن کیږي او لا انسان کیږي، نو د نورو عقایدو ته لازیات احترام کوي او د هغوي په مقدساتو او سمبولونو تیري نه کوي، او هیڅکله هم تلویحا یا روښانه ډول دنورو سپکاوي نه کوي، ځکه چې لا متمدنه او لا پرمختللی شوی وي.
https://iqna.ir/fa/news/4268245