ایکنانیوز د میډل ایسټ له قوله راپور راکړی،په امریکا کې د ؛پيو؛ څيړنیز مرکز د نظر سنجۍ نتیجې ،د لومړي ځل لپاره ښئ چې د امریکایانو اکثریت د صهیونیسټ رژيم په باب منفی لیدتوګې لري او پر غزې د واشنګټن د کنټرولولو له آئيډیا سره په چورلټ ډول مخالف دي.
د ؛پيو؛ څيړنیز مرکز د نظر غوښتنې نتیجې ښئ چې ۵۳ فیصدي امریکایان د اسرائيلو په وړاندې منفی لیدتوګه لري ، په داسې حال کې چې دغه اندازه د اکتوبر له اومې نیټې مخکې ۴۲فیصده وه.
ددغې نظرسنجۍ د نتیجو په اساس، ۳۲ فیصدي امریکایان د صهیونیسټي رژيم پر لومړي وزیربینیامین نتنیاهو هیڅ اعتماد نه لري او له هغو څخه ۳۱ فیصدي هم په دې اند دي چې ددوي ولسمشر ډونالډټرمپ د اسرائېلو په باب له حده زیات تعصب او پلویتوب ښئ ،ددې په ترڅ کې چې ۲۹ فیصده امریکایانو هم ټرمپ بې پلوه بللی دی.
د ؛پيو؛ څيړنیز مرکز په دوام کې ټينګار کړی دی، ددغې نظر غوښتنې د نتیجو په اساس،۶۲فیصدي امریکایان پر غزې تړانګې د امریکا د کنټرول له آئيډیا سره مخالفت دي.
په امریکا کې ددغې مشهورې څيړنیزې موسیسې او مرکز د نظر غوښتنې ننتیجې ددې ښودنه کوي،چې د صهیونیسټ رژيم په باب ددغه هیواد د خلکو لیدتوګه په تیرو درو کلونو کې لا منفی شوې ده چې دغه موضوعد غزې له جنګه وروسته دتل ابیب له رژيم څخه په دودیز ملاتړ کې په امریکایانو کې ژور او زیاتیدونکي درز نښه کیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4275537