IQNA

په فیسبوک او اینسټاګرام کې له فلسطینه د ملاتړ پُسټونه سنسر کیږي

10:53 - April 14, 2025
د خبر لمبر: 3490957
ایکنا -  مدرک او سندونه ښئ چې مټا شرکت،په فیسبوک او اینسټاګرام ټونلیزو چینلونو کې په صهیونیسټي وحشي رژيم  د نیوکې پُسټونه په پراخه او هدفمن ډول حذفوي.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکوي،صهیونیسټي رژيم د هغو اینسټاګرامي او فیسبوکي پُسټونو په ضد  چې په دغه رژيم نیوکې کوي،یا د فلسطین د آرمان په تایدولو کې وي ،هراړخیزه ځپنه او حذفونه  پیل کړې ده.احصائې ښئ چې د فیسبوک او اینسټاګرام  خاوند  مټا امریکائي شرکت د  ۲۰۲۳کال  د اکتوبر له اومې نیټې څخه  راپه دې خوا  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  له خوا دددغه مطلبونو د حذفولو له ۹۴ فیصدي غوښتنو سره  موافقه کړې ده.

وحشي اسرائيل،د نړۍ په سویه  ددغو پُسټونو د حذفولو  ترټولو لویه سرچینه ده او مټا شرکت هم  ورڅخه پیروي کړې او د هغو پُسټونو لمن ئې چې پخپله اټومیټیک توګه ئې حذفوي ، پراخه کړې ده.دغه شرکت یوه داسې ښکارنده رابرسیره کړې ده چې هغه  په ماډرن تاریخ کې د سنسر کولو ترټولو لوي عملیات نومولی شو.

د مټا داخلی ډیټاؤ په اساس،چې  DropSite News  په وسیله ترلاسه شوي،د مټا له ډیټاؤ سره آشنا خلک وائي چې د حکومتونو له خوا د حذفیدا غوښتې عموما په هغو پُسټونو متمرکزې دي چې د هغو هیوادونو د ښآریزو له خوا خپریږي.هغه څه چې د اسرائيو کمپاین ځانګړی کوي،له نیواکي ټاټوبو څخه په بهر هیوادونو کې د کارؤنکو د پُسټونو سنسر کول دي.

 پر دې سربیره  خبرې سرچینې  وائي چې د  اسرائيلو د سنسر کولو پروژه به په راتلونکي کې هم دوام وکړي،ځکه د مصنوعي ذهانت(آرټيفیشل انټیلیجنس) چې دمګړئ  د د محتوا د سنسر کولو د څرنګوالی په باب زده کړې ویني،په راتلونکي کې  د خپل کار روده به د اسرائيلو د نسل وژنې  دکرکتنې او نیوکه کونې  د محتوا  د  بریالۍ حذفولو په اساس  پر مخ بوځي.

 د اسرائیلی رژيم غوښتې زیاتره د عربو هیوادونو د کارؤنکو او  دمسلمانانو په اکثریّت سره  له اسرائيلو د نیوکو د خاموش کولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4276113

captcha