د ايکنا د راپور له مخې،د مصر يو شمېر مشهورو قاريانو اوقاضیانو( داورانو)لکه شيخ عبدالفتاح الطاروطي، شيخ احمد فرج الله الشاذلي،طه محمد عبدالوهاب،شيخ محمد علي جابين او شيخ عبدالله عبدالله په جلا جلا پيغامونو کې د استاد عبایي وفات د ايران ولس، قرآني ټولنې او د هغه کورنۍ ته تسليت ووايه.
د مصر د مشهور قاری احمد فرج الله الشاذلي، د تسليت پيغام
استاد عبدالرسول عبایي يو مهربان او دلسوز پلار و چې کله به مو ورسره لومړی ځل ليدل، ګواکې له پخوا مو پېژانده. ما هغه يو مهربان، سخي،مخلص، روښانه روح لرونکی، نصيحت کوونکی، امانتدار او د ټولو خوښ شخص وليد. د هغه روح مهربان او مقبول و. د قرآن د قرائت په هنر، د تلفظ او تجويد د احکامو په پوهه سربېره، هغه يو مخکښ استاد و چې بيا به يې تکرار سخت وي. د هغه نه شتون يو نه جبرانېدونکی زيان دی او وخت به په سختۍ سره د شيخ عبدالرسول عبایي په څېر يو سړی، چې د ادب استاد او لوړ اخلاق يې درلودل، وويني.
زه ددې غم په مناسبت د اسلامی ايران ملت ته تسليت وايم او له الله تعالی د مرحوم لپاره مغفرت، پراخه رحمت، او مونږ ټولو ته صبر او لوي اجر غواړم. هيله ده الله تعالی هغه له انبياوو، صديقينو، شهيدانو او صالحينو سره محشور کړي؛ «وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا». مونږ د الله يوو او هماغه ته به ورگرځو. د الله درود زمونږ پر مولا حضرت محمد (ص) او د هغه پر اهل بيت او اصحابو وي؛ يارب العالمين.
د مصر د یو مشهور قاري ډاکتر عبدالفتاح الطاروطي د تسليت پيغام