د ايکنا خبريال د راپور له مخې، د تهران د پوهنتونونو د اکاډميکو غړو غونډه نن ماښام د وري په ۲۵ د ایران د علومو، تحقيقاتو او ټکنالوژۍ وزير د حسين سيماييصراف، ، په پوهنتونونو کې د رهبرۍ د استازولۍ د ادارې مشر حجتالاسلام والمسلمين مصطفى رستمي، د تهران پوهنتون د مشر او هيئت او يو شمېر محصلينو، کارکوونکو او استادانو په ګډون د دغه پوهنتون د دروازې مخې ته جوړه شوه.
د دستورو په پيل کې، د قرآن کريم د څو آيتونو له تلاوت وروسته، سيماييصراف پخپلې وینا کې وويل: له څو لسيزو راهيسې، يو ماشوموژونکی او جنايتکار رژيم د بشري حقونو ټولې ضابطې او مقررات تر پښو لاندې کوي او ټول بشري بنسټونه او هوښيار ملتونه دا ستمکار رژيم غندي، خو هغه خپلو جنايتونو ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه: د بشري ټولنو له خوا له غندنې سره سره د دې جنايتونو دوام ښئي چې د بشري حقونو نظامونه اغېزمن نه دي او انساني مناسبات د قدرتونو د ګټو تر سيوري لاندې هېڅ رنګ نه لري، نو ځکه ملتونه بايد پخپله پياوړي او راپورته شي.
د ایران د علومو وزير د دې په يادولو سره چې نسلوژنه او ماشوموژنه د صهيونيستي جنايتکار رژيم تر ټولو کوچني جنايتونه دي، وويل: د دې رژيم جنايتونو د ټول بشريت احساسات زيانمن کړي دي، شايد دا لومړی ځل وي چې د امريکا او اروپا محصلين په خپلواکه توګه هره اوونۍ د دې ټولو ظلمونو او ستمونو پر وړاندې غونډې کوي.
سيماييصراف په ټينګار سره وويل چې د اسرائيلو پر وړاندې د غضب او کرکې څپې نړيوالې شوې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اکاډميکې ټولنې په خپلواکه توګه راپاڅېدلې دي، خو له بده مرغه د امريکا دولت د آزادۍ د اظهار او عقيدې له امله اکاډميکې ټولنې ځپي او محصلين له پوهنتونونو شړي. دا حرکت د هغه هېواد له خوا ترسره کېږي چې ځان د آزادۍ د بيان مدعي بولي، خو د محصلينو له لومړنيو حقونو مخنيوی کوي.
هغه د امريکا له خوا پر يمن باندې بريدونو ته په اشارې وويل: په دې غيرقانوني بريدونو کې يو يمني محصل چې په اميرکبير پوهنتون کې يې زدهکړې کولې، د خپلې کورنۍ سره يوځای شهيد شو.
د علومو وزير وويل: د غزې د خلکو مقاومت داسې کار کړی چې بشپړ سنبال وسلهوال جنګي تجیهزات ناکام او پر ګونډو شوِي دي. په حقيقت کې، د بېو سلې خلکو مقاومت يو ستر ځواک پر ګونډو او ستړی کړی دی.
سيماييصراف زياته کړه: د فلسطين خلکو خپل غيرت د فلسطيني هويت په اړه ثابت کړ، دې خلکو که په غزه کې دي او که د نړۍ په نورو برخو کې، ښودلې چې يو ملت دي، خو جنايتکار اسرائيل، له خپلو ټولو وسايلو سره سره، ملت نه دی او هېڅکله به ملت هم نه شي.
هغه ټينګار وکړ: که اسرائيل سل ځلې نور هم د ملګرو ملتوغړی شي، د نړۍ د خلکو په افکارو کې د يوه دولت مشروعيت نه لري. خو د فلسطين خلک، که څه هم کابو اته لسيزې د ظلم لاندې ځپل شوي او د نړۍ بېلابېلو برخو ته آواره شوي، لا هم يو ملت دي او دا ملت به د دښمن پر جنګي تجهیزاتو او عملیاتو بريالی شي.
هغه په پای کې په دې ټينګار وکړ چې مونږ اکاډميکې ټولنې له دغه ملت سره د ملاتړ دنده لرو او هر فلسطيني استاد او محصیل چې د علمي هيئت د غړيتوب يا په ايرانيو پوهنتونونو کې د زدهکړو غوښتنه ولري، مونږ به په ورین تندي او وياړ سره د هغوی هرکلی وکړو.
د ايکنا د راپور له مخې، د دغو دستورو په بلې برخې کې د شهيد بهشتي پوهنتون مشر هم د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د غندنې په اړه خبرې وکړې او ورپسې د دې غونډې وروستۍ اعلاميه ولوستل شوه. د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د غندنې لپاره د يوې عريضې او طومار لاسليک کول د دغو مراسمو بله برخه وه.
https://iqna.ir/fa/news/4276390