ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپورراکوي، د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې د عمان خبرې اترې د خارجه وزارت له لسګونو کارونو څخه یو کار دی وویل :د هیواد مسائیلو ته له خبرو اترو سره پیوند ورنکړو.
د ایران د حکومت یوشمیر غړیو،د اسلامي شورا استازیو،د قضايي قوې لوړرتبه چارواکو او د ځینو ارګانونو چارواکو نن غرمه د نوي کال د پیلیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره کتنه وکړه.
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛د عمان خبرې اترې د ایران د خارجه وزارت له لسګونو کارونو څخه یو کار دی د هیواد مسائیل له خبرو اترو سره اړونده نکړو.دوي دغه راز زیاته کړه د عمان خبرو اترو ته نه په افراطي ډول خوشبینه یوو او نه هم په افراطي ډول بدبینه.د عمان خبرې اترې بالاخره داسې کار او حرکت دی چې فیصله ورباندې شوي او په لومړیو قدمونو کښې هم په ښه ډول اجرا شوی دی.البته د مقابل لوري په هکله ډیر بدبینه یوو خو په خپلو وسونو باندې خوشبینه.هغه غلطۍ چې اټومي تړون کښې مو کړي وه باید دلته تکرار نشي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز وفرمائیل؛د جامع نړیوال اټومي تړون په وخت مو هیواد شرطي کړ او هر څه مو د خبرو اترو له پرمختګ سره اړونده کړل.
پانګوال چې کله ویني چې هیواد په خبرو اترو پورې اړونده دی نو پانګونه نه کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i159092