ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پنجشنبې په مازدیګر د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره په کتنې کې دوي ته د عربستان د پاچا ملک سلمان پیغام وړاندې کړ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کې ټينګار وکؤ، د مونږ اعتقاد دادی چې د ایران د اسلامی جمهوریت او عربستان ترمینځ ارتباط د هردواړو هیوادونو لپاره ګټه ور دی او دواړه هیوادونه د یوه بل بشپړونکی کیدلی شي.
حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې په ټينګار سره چې ددوادوړ هیوادونو اړیکې دښمنان لري، ووئيل؛ باید په دغو غلیمانه انګیزو باندې غلبه وکړو او مونږ په دې اړه بشپړ ملګرتیا ته تیار یوو.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ایران ځینو پرمختګونو ته په اشارې سره ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت تیار دی په دغو ډګرونو کې له سعودي عربستان سره مرسته وکړي.دوي ټينګار وکړ، دا چې په سیمې کې وروڼه سره ملګرتیا ولرل شي، او له یوه بل سره مرسته وکړي پر نورو له تکیه کولو دا لازیات ښه خبره ده.
په دغې کتنې کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز هم پکې شتون درلود، د عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان په دغې کتنې په ډيرې خوښئ سره ووئيل،زه له ایران سره د اړیکو او په ټولو زمینو کې د ملګرتیا د پراختیا په ایجنډا سره تهران ته راغلی یم، او هیله مند یم ترسره شوي رغنده خبرې اترې د ایران د اسلامی جمهوریت او عربستان ترمینځ له تیر وختته لاپياوړي اړیکې برابرې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4276940