ایکنا نیوز راپور راکوي،د د ایکنانیوز خبری آژانس مشر او دله پوهنتوني جهاد سره اړونده د هیواد پوهنتونوالو د قرآني ادارې مشر جلیل بیتمشعلی، د سه شنبې په مازدیګر د قرآن او معارف ټيلویژنی چینل په «ارمان» پرو ګرام کې د دغې ادارې او خبري اژانس د فعالیتونو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
هغه د قرآنی ټولنې د نوي کال د لیدو ک تو په عنوان سره د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره چې د ایکنا نیوز په کوربهتوب سره د وري د میاشتې په ۱۸ نیتّ ترسره شوې وويل؛ دا ناسته د مخکښو قرآنیانو، قاریانو او حافظانو په ګډون یوه غوره قرآنی غونډه وه، دا غونډه د مقام معظم رهبري د وینا پر اساس چې د قرآنی مرکزونو پر همغږۍ او یووالي یې ټینګار کړی، هر کال ترسره کیږي.
ایکنا؛ په ۲۲ ژبو رسنۍ
اوس ایکنا داسې مقام ته رسیدلې چې نه یوازې د پوهنتوني جهادی یوه برخه نه ده، بلکې د اسلامی نظام له مطرح او رسمي رسنیو څخه ده او د بیانونکي جهاد په برخې کې مخکښه ده. دا اژانس د نړۍ په ۲۲ ژبو خبرونه خپروي او خپل نړیوال مقام یې نور هم پیاوړی کړی دی.
د پوهنتوني قرآنیانو د ادارې مشر زیاته کړه: ایکنانیوز د غوره حوزوي او پوهنتوني شخصیتونو په مینځ کې د لوړ اعتبار او مقبولیت څخه برخمنه ده او علمي او پوهنتوني شخصیتونه پرې پوره باور لري.
هغه د خبرونو خپرول د دې اژانس یوازی یوه دنده وبلله او وې ویل: ایکنا د خبرونو د خپرولو ترڅنګ چورلیزی مسئله ده او د ټولنې د پیښو، په تیره بیا د قرآنی پیښو په اړه د ځانګړنو او معیارونو په بیانولو سره، له کارپوهانو سره د خبرو اترو، د هغوی د نظرونو بیانولو او تحلیلي راپورونو له لارې د ستونزو حلولو هڅه کوي.
د جهاد پوهنتوني لخوا د ۲۴ دورو د قرآن سیالیو ترسره کول
د پوهنتونوالو د قرآني ادارې مشر وویل: د پوهنتوني جهاد یوه غور نوښت د دغې ادارې تاسیس ؤ چې ۲۴ دورې د پوهنتوني قرآني سیالۍ یې کوربهتوب کړې دي، اوس دا پروګرام د پوهنتوني قرآني فسټیوال په نامې سره ترسره کیږي او د روغتیا، درملنې او طبي زدهکړو وزارت لخوا یې ۳۶ پړاؤ ترسره شوه.
هغه زیاته کړه:د پوهنتوني جهاد یوه غوره نوښت د پوهنتونونو په کچه د قرآني کانونونو په جوړولو کې ښه فعالیت دی. څو کاله وړاندې د قرآنی جهادګرو او مقام معظم رهبري ترمنځ په یوه غونډه کې، هغه جهاد پوهنتوني ته د غوره او انتخابي کارونو ترسره کولو سپارښتنه وکړه چې په پایله کې یې د پوهنتوني قرآنیانو سازمان تاسیس شو، کوم چې اته فرعي برخې لري او ایکنا یې یوه اتمه برخه ده.
د پوهنتوني قرآنیانو د ادارې د غوره کسانو د قرآن سیالۍ رهبري کوي
د ایکنا مشر وویل: د دې سازمان له مهمو فعالیتونو څخه د مسلمانو پوهنتوني زدهکوړیالانو نړیوالې قرآني سیالۍ دي. بیتمشعلی وویل: تر اوسه د ۶۴ هیوادونو نوماندانو د دې سیالیو لپاره نوملیکنه کړې او ۲۰ نور هیوادونه د نوملیکنې او اسنادو د سپارلو په تمه دي. تر دې وړاندې دا سیالۍ د قرائت او ټول قرآن د حفظ په دوو برخو کې ترسره کیدې، خو سږ کال مو یو نوی کار پیل کړی چې د فناوری او نوښتلرونکو قرآنی تولیداتو په برخه کې ځانګړې جایزه ورکول کیږي او تر اوسه ۹ هیوادونو په کې ګډون کړی دی.
د غبرګولي میاشت؛ د اوومې دورې د مسلمانو پوهنتوني زدهکړیالانو د قرآن سیالیو د ترسره کیدو وخت
د اوومې دورې د نړیوالو قرآني سیالیو مشر په پای کې وویل: د پلان له مخې، دا سیالۍ به د غبرګولي په میاشت کې په رسمي او حضوري بڼه د سیالانو په ګډون ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4276651