ایکنانیوز د الدستور له قوله راپور راکوي، د الازهر جامع د اونیزو ناستو د لړۍ په لړ کې؛ په قرآن کې د الاقصی جومات؛ په نامې سره ناسته د وری دمیاشتې په ۲۴ نیټه په دغه جومات کې ترسره شوې او د الازهر پوهنتون پخواني مشر او د مصر د اسلامی څیړنو د ټولګې یوه غړي او د مصر د عربی ژبې د پوهنځي پخواني مشر ابراهیم الهدهد پکې وینا وکړه.
ابراهیم الهدهد پخپلې وینا کې ووئيل؛ په قرآن کریم کې د الاقصی جومات نامه ، داسې چې ځیني خلک فکر ک وي، یوازې د اسراء سورې په آیت کې نه ده راغلې ، بلکې د بقرې، آل عمران، اعراف،قصص، مومنو او قاف سورو پشمول د قرآن کریم په یو شمیر نورو سورو کئ ې هم نه نامه ذکر شوې ده.
هغه ووئيل؛ بیت المقدس د قیامت او محشر په ورځ د خلکو د غونډيدا ورځ او هغه ځای دی چې هلته د قیامت په ورځ خلقت په کې ژوندی کیږي.
الهدهد روښانه کړې ده ، پیغمبر اکرم(ص) د الاقصی جومات فضیلت ته توجه کړې او دغه جومات ته د تلو امر ئې و کړ او وې فرمائيل؛ که یو کس په دغه جومت کې یو مشال روښانه کړي. ګواګې په کې ئې لمونځ ادا کړی وي.::
هغه ټينګار وکړ دا چې وئيل کیږي ، چې الاقصی ج ومات د یهودیانو قبله ده ، یو باطل قول دی او قرآن هیڅکله هم دا ځای له یهودیانو سره اړونده نه دی بللی ، بلکې دغه جومات د مسلمانانو قبله ، د نبوت ټاټوبی او د هغه برکت ځای دی چې خداوندمتعال ورته ورکړی دی.
هغه په دوام کې په مسلمانانو کې د الاقصی جومات مهم ځائيګي ته په اشارې سره ووئيل؛د الاقصی جومات په ذکر سره د اسراء سورې پیل، ددغه جومات ځائيګي ته د قرآن د واضحې اشارې ښودنه کوي او ښئ چې دغه جومات د د اسلامی امت دهویّت یوه نه جلاکیدونکي برخه ده.
هغه همداراز ټينګار وکړ، په دغې سورې کې د مسجد الحرام ترڅنګ د الاقصی جومات ذکر، ددغو دواړو جوماتونو ترمینځ د بلل شوو دینی او معنوی خوئيندو ښودنه کوي
صلاح عاشور هم پخپلې وینا کې د سلیمان د معبد د پیدا کیدا په پلمه د الاقصی جومات د ړنګولو لپاره د صهیونیسټي نیواکګرو هڅو په باب په خبرداری ورکولو سره ووئيل؛ دغه ادعاګانې ناسمې دی چې د دغه جومات د یهودي کولو ړنګولو او په یوې داسې سیمې کې ئې د سپکاویو لپاره د یوه پوښښ په توګه کارول کیږی، ډير پخوا زمانو راهسې د عربانو دژوند ځاي دی.
https://iqna.ir/fa/news/4276581