IQNA

      د مولود النبي (ص) په جشن کې د تایلنډ د پاچا او ملکې ګډون 

10:30 - April 20, 2025
د خبر لمبر: 3490985
 ایکنا - په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د تایلنډ د مولود النبي (ص) جشن د دغه هېواد د پاچا او ملکې په  شتون  سره د بنکاک په نونګ چوک سیمې کې د اسلامي مرکز په انګڼ کې پرانیستل شو. 

  ایکنا نیوز راپور راکوي، په دغو مراسمو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر ناصرالدین حیدري او د کتلوری سلایار مهدی زارع بي عیب پشمول د تایلنډ لومړي وزیر، د لومړي وزیر مرستیالان، د تایلنډ د مسلمانانو د شورا مشر، د حکومت لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو  پکې ګډون درلود.

د  دستورو په پیل کې، د قرآن کریم غوره قاریانو خپلې جایزې  له پاچا ترلاسه کړې او وروسته د تایلنډ د مسلمانانو د شورا مشر د رسول اکرم (ص) د ژوند لنډه بیوګرافي د ګډونوالو او پاچا لپاره ولوستله. 

افتتاح جشنواره مولود النبی (ص) تایلند توسط پادشاه و ملکه تایلند

همدارنګه، د پروګرام په دوام کې د پاچا له خوا د سفیرانو او بهرنیو دیپلوماتانو د شتون   په ویاړ د یادګار او ستاینې په توګه ډالۍ ورکړل شوې. وروسته، پاچا د کلتوري او دیني نندارتونونو څخه لیدنه وکړه او د رسول الله (ص) د ژوند، حلال اقتصادي فعالیتونو، د اسلامي هنر او کلتور پورې اړوند آثار یې وکتل. 

د تایلنډ د مولود النبي (ص) جشن له ۱۳۸۵ هجري قمري کال راهیسې (چې د ۱۹۶۵ میلادي کال سره برابر دی) هر کال ترسره کېږي او سږ کال ئې اته پنځوسمه دوره ده. 

افتتاح جشنواره مولود النبی (ص) تایلند توسط پادشاه و ملکه تایلند

دا جشن د هېواد په کچه د مسلمانانو په ملګرتیا سره  ترسره کېږي او موخه یې د رسول الله (ص) د سیرت لمانځل، اخلاقو، مینې او د تایلنډ په ټولنې کې د سوله‌ییز ګډ ژوند دودول  دی. 

د تایلنډ پاچا، چې له ولیعهدۍ راهیسې د دې جشن ملاتړی پاتې شوی، د اسلامي فعالیتونو، دیني زده‌کړو، د مسلمانو ټولنو پرمختګ او ملي یووالي په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی. اوسمهال، د خپل پلار لاره تعقیبوي او د ټولو اسلامي پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ، یو شمېر پروژې ئې د مسلمانو ټولنو، په  تیره بیا د هېواد په جنوب کې، د ملاتړ لپاره پلې کړې دي. دا اقدامات د مسلمانانو او د تایلنډ د شاهي کورنۍ ترمینځ متقابل احترام اوپيوستون نندارې ته وړاندې کوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4277106

captcha