د پاکستان دغه غوره سیاستوال او د مشرانو جرګې سینا د دفاع د کمیټۍ پخواني مشر مشاهد حسین سید په یوه پیغام کښې ایران ته د عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سفر د سیمې او دغه راز د لویدیځې اسیا سیمې د پایداره ثبات لپاره ډیر ښه خبر وباله.
هغه د دوو سترو او مسلمانانو هیوادونو یعني د ایران او د عربستان ترمینځ د اړیکو له عادي کولو سره د مرستې لپاره د چین د رول په قدرونې سره زیاته کړه د تهران او ریاض پیاوړي اړیکې په سیمه کښې له بهرنیو دباونو سره د مقابلې لاره چاره ده.
د عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان په تیرې پنجشنبې ورځ په تهران کښې د خپل هیواد د باچا پیغام د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته راوړی و.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود هم په دغه کتنه کښې ټینګار وکړ زمونږ اعتقاد دا دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان ترمینځ اړیکې به د دواړو هیوادونو لپاره ګټورې وي او تهران او ریاض د یوه بل بشپړونکي کیدلای شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران او د عربستان د اړیکو پراختیا یو شمیر دښمانان لري زیاته کړه باید په دغو دښمانه انګیزو بریالي شو او مونږ په دې هکله چمتو یوو.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159190