ایکنانیو ز د وایس پاکستان له قوله راپور راکړی، په دغه کنفرانس کې چې د کشمیر په پلازمینې مظفر آباد کې ترسره شو ،ویناواول روښانه کړې ده چې هندوستان د کشمیریانو د خپل برخلیک د ټاکنې د حق لپاره چې ملګروملتو هم تائيد کړی دی ، د دوي د روا مبارزو د ځپلو لپاره له هغو ټولو تاکتیکونو څخه چې ملګروملتو استفاده کوي.
په آزاد کشمیر کې له پيژندل شوو شخصییّتونو له د سید منظور احمد ، محمد شفیع او شیخ عبدالمجید پشمول زیات شمیر محصیلینو هم په دغه سمینار کې ګډون درلود.
په دغه کنفرانس کې ویناوالو ، په جمو کشمیر کې دهند حکومتي ترهه ګري په سخته محکومه کړه.دوي دغه راژ ټينګار درلود،هندی پوځيان د آزادۍ لپاره د کشمیریانو د روا مبارزې د ځپلو لپاره له ټولو ممکنو ،پوځي ،سیاسی، اقتصادي او نفسیاتي آوزارونو څخه استفاده کوي.
ویناوالو دغه راز ووئيل، له دوامدارو ځپنو سره سره ،کشمیریان د خپل برخلیک د ټاکنې د حق لپاره پر خپلو غوښتو ټينګ او ثابت ولاړ دي
دوي همداراز د آزادي غواړي غورځنګ په ضد د هند له ګمرا کونکو پروپیګنډو او تبلیغاتو سره مقابلې ته په فوري اړتیا ټينګار وکړ.
دوي محصیلین وهڅول څو د هند د دروغو د ایشوا کولو او په کشمیر کې دې د میداني حقایقو په باب نړیوالې ټولنې ته د اطلاع رسونې لپاره په اغیزشیندونکي انداز سره له ټولنیزو رسنیو او نورو پلیټ فارمونو استفاده وکړي.
دوي ټينګار وکړ ، د کشمیر بحران یوازې کومه سیمه ایزه جګړه نه ده ،بلکې یو انساني او سیاسی موضوع ده چې د کشمیر د خلکو له آرمانونو او د ملګروملتو له پریکړه لیکونو سره سم عادلانه حل لارې ته اړتیا لري.
https://iqna.ir/fa/news/4277306