IQNA

د الازهر، حزب‌الله او حماس له خوا د پاپ فرانسیس د مړینې په اړه د تسلیت پیغامونه

13:13 - April 22, 2025
د خبر لمبر: 3490997
ایکنا -  شیخ الازهر ، حزب‌الله او حماس په جلا جلا بیانیو کې د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس، د مړینې له امله له کاتولیک کلیسا سره خواخوږِي څرګنده کړه او د نړۍ ټولو عیسویانو ته یې تسلیت ووایه.

 ایکنا  د شروق نیوز له قوله راپور راکړی، د الازهر شیخ احمد الطیب د پاپ فرانسیس د مړینې په اړه د تسلیت پیغام خپور کړ. په دغه پیغام کې راغلي" په ژوره خواشینۍ سره، پاپ فرانسیس،د کاتولیک کلیسا مشر، د  دوشنبي سهار  د بشريت خدمت، د کمزورو دفاع او د بېلابېلو دینونو او کلتورونو ترمینځ د خبرو اترو ملاتړ کولو وروسته له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

شیخ الازهر وویل: پاپ فرانسیس یو بشپړ انسان، د رحمت او سولې سمبول و، چې تل ئې په اخلاص او صداقت د ریښتیني انسانیت د پیغام رسولو لپاره هڅه کوله. هغه زیاته کړه چې د پاپ فرانسیس په دوره کې د الازهر او واتیکان اړیکې خورا پراخې شوې، په تیره بیا  د ۲۰۱۷ کال د الازهر د سولې کنفرانس او په ۲۰۱۹ کال کې د انساني ورورولۍ سند له لاسلیک سره، چې له ګڼو ننګونو سره سره یو مهم پېښه وه.

هغه ټینګار وکړ چې پاپ تل د مسلمانانو او الازهر سره د اړیکو پیاوړي کولو لیوال و، چې د عربي او اسلامي هېوادونو ته د هغه ګڼ سفرونه، له اسلامه د ویرونې د پروسې پر وړاندې سخت دریځونه او په تیره بیا د غزې پر وړاندې د تیري په اړه د فلسطین د قضيې ملاتړ یې څرګند مثالونه دي. په پای کې، شیخ الازهر د نړۍ ټولو کاتولیکانو او د پاپ فرانسیس کورنۍ ته خپل تسلیت وړاندې کړ.

د حزب‌ الله ولسی او مبارز غورځنګ تسلیت

د لبنان حزب‌الله غورځنګ په یوه بیانیه کې د پاپ فرانسیس د مړینې له امله تسلیت ووایه. په بیانیه کې راغلي: پاپ فرانسیس په سوله باور درلود،د جګړو پای ته رسولو غوښتونکی ؤ او په دینونو، تمدنونو او خلکو ترمینځ د اړیکو د جوړولو او د مهربانۍ او زغم د ارزښتونو په خپرولو ژور باور درلود. حزب‌الله وویل: پاپ فرانسیس د خپلو الهام‌بخښونکو دریځونو له لارې د دینونو ترمینځ د خبرو اترو روح ژوندی کړ.

په بیانیه کې راغلي چې د پاپ فرانسیس لیدنې د نجف اشرف او الازهر له مراجعو او عالمانو سره مهمې پېښې وې، چې د مهربانۍ، ورورولۍ او انسانیت پیغام یې روښانه کړ.

د حماس مبارز او ولسی غورځنګ تسلیت پیغام

د فلسطین د مقاومت اسلامي غورځنګ حماس هم د پاپ د مړینې په اړه بیانیه خپره کړه او له کاتولیک کلیسا سره د خواخوږۍ ترڅنګ یې د نړۍ ټولو عیسویانو ته تسلیت ووایه.

حماس غورځنګ په دې بیانیه کې ټینګار وکړ چې پاپ فرانسیس د انساني او دیني ارزښتونو په خدمت کې د یوه ویاړمن ژوند وروسته له دې نړۍ ولاړ. هغه د دینونو ترمینځ د خبرو اترو په پیاوړي کولو، د ملتونو ترمینځ د تفاهم او سولې غوښتنه او د نژادپرستۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ستاینې وړ دریځونه درلودل او څو ځله یې د نړۍ د تېریو او جګړو مخالفت کړی دی. هغه د هغو سترو دیني شخصیتونو برخه و چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس پر وړاندې د جنګي جنایتونو او نسل‌وژنې غندنه یې کړې وه.

بیانیه زیاتوي چې حماس د پاپ فرانسیس د اخلاقي او انساني دریځونو ستاینه کوي او د آسماني دینونو د پیروانو او ویښو وجدانونو ترمینځ د ګډو هڅو د دوام پر اهمیت ټینګار کوي،څو د ظلم، استعمار پر وړاندې مبارزه وشي او د عدالت، ازادۍ او مظلومو ملتونو د حقونو ملاتړ وشي.

د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس،د ۸۸ کلنۍ په عمرکی د سختې ناروغۍ له یوه پړاو وروسته مړ شو. فرانسیس د فرورۍ له  ۱۴راهیسې د دواړو سږو د انتان له امله د روم په جملي روغتون کې بستری و. تېرو دوو کلونو کې هغه څو ځله د سږو د انتان له امله په روغتون کې بستری شوی و.

https://iqna.ir/fa/news/4277673/

captcha