IQNA

د اردن په قرآنی سیالیو کې د ایران نماینده ته د اوقافو د قرآنی مرکز د مشر دمبارکۍ پيغام

10:52 - April 26, 2025
د خبر لمبر: 3491013
ایکنا -  د ایران د اوقافو او د خیریه چارو د ادارې د قرآني امورو د مرکز مشر د ایران د اسلامی جمهوریت د نماینده له خوا د اردن  هیواد د قرآن دنړیوالو سیالیو  د پنځم ځائيګي  په ترلاسه کولو مبارکي ووئيله.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اوقافو او د خیریه چارو د ادارې د قرآنی امورو د مرکز مشر حمید مجیدي مهر په یوه پیغام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی میرمنې له خوا د اردن هیواد د میرمنو د قرآنی نړیوالو سیالیو د پنځم مقام د ترلاسه کولو په باب مبارکي ووئيله.

د مبارکۍ ددغه پیغام متن داسې دی.

«بسم الله الرحمن الرحیم

آغلې میرمن  سوګند رفیع زاده!

 د اردن هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د میرمنو د  برخې  د پنځم ځائيګي ترلاسه کول، دتاسو د خالصو هڅو  د وحي له کلام سره د صادقانه انس او لوړ همت د ځلا  یوه نښه ده . دغه برکتناکه بریا  چې  د ایران د قرآني ټولنې د ویاړ سبب او د  ددغه ټاټوبی د مومنو او وړتیا لرونکو انجونو لپاره یو روښانه راتلونکي ځیری  دی، دزړه له کومې درته مبارکي وایم.

 تاسو  د ایمان له نوره  الهام اخستوننکي تلاؤت  او په عشق اغښل شوي تمرین سره ، یو ځل بیا وښودله چې  ددغه ټاټوبی خلک او بچیان  په نړیوال پراخ ډګر  کې هم په ولولې او ویاړ او عزت سره ځلیدلی شی او د  اصیل ایراني –اسلامی تلاؤت کلتور د نړیوالو غوږونو ته رسولی شي.

د اوقافو او خیریه چارود ادارې د قرآني امورو مرکز ،د تاسو د ارزښتمنو هڅو په قدرونې سره د خداوندمتعال په درګاه کې د الهي عنایاتو او مهربانیو او د قرآن کریم  په سیوري کې  ددغو بریاؤ ددوام دعا کوو.

حمید مجیدي مهر

د ایران داوقافو  او دخیریه امورو د  ادارې دقرآنی چارو د مرکز مشر.

باید ووئيل شي، د ایران د اسلامی جمهوریت د ټول قرآن کریم حافظه  او د اردن هیواد د میرمنو د قرآنی نړیوالو سیالیو په شلم پړاؤ کې د  ایران  نماینده میرمن سوګند رفیع زاده  ددغو سیالیو پنځم ځائيګی خپل کړ.دغه سیالۍ د   غواي  د میاشتې په دریمه نیټه د  پایزو دستورو په ترسره کیدا او د غوره کسانو د ستاینې او قدرونې  په دستورو سره پاي ته رسیدلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4278300

captcha