IQNA

په بینکوک کې د کلتوري سلایارئ له خوا د پاپ فرانسیس د یاددښت په رجسټر کې لیکنې(انځورونه)

10:51 - April 26, 2025
د خبر لمبر: 3491014
ایکنا -  په تایلینډ کې د  ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارۍ مسئول  مهدي زارع بی عیب  په بانکوک کې د واټیکان په نمایندګۍ کې په شتون سره ، د نړۍ د کاتولیکانو د په حق رسیدلي رهبر  پاپ فرانسیس د درنښت په رجسټر کې خپلې لیکنې وکړې.

ایکنانیوز له تایلینډه راپور راکوي، مهدی زارع بی عیب په دغو دستورو کې د واټیکان لهنماینده روحاني ورور پيټربریان ولز سره د ژورې  همدردئ او پيوستون په څرګندولو سره ، د پاپ فرانسیس مړیننې  په باب د کاتولیک کلیسا، د واتیکان حکومت او د هغه ټولو مینه والو ته تسلیّت ووایه او  دخداوندمتعال په درګاه کې ئې د هغه د ګناهانو د مغفرت او د الهي رحمت دعا وکړه.

په تایلینډ کې د ایران کلتوري سلایار ، د بې عدالتۍ  په وړاندې  د الهي دینونو او ټولنو ترمینځ د  خبرواترو او ددوستۍ او سولې د پیاوړتیا په دودولو کې دهغه د غوره رول  په ستایلو سره  د هغه دریځونه، په درستې نړۍ کې الهام بخښونکي او هیله منونکي وبلل.

دا په داسې حال کې دي چې د نړۍ د کاتولیکانو د وخت رهبر پاپ فرانسیس په درستې نړۍ کې په تیره بیا د فلسطین په غزې تړانګې کې د مظلومو فلسطینیانو  د ژوند او د هغوي په ضد د غیر انساني او وحشي ډوله جنایتونو او نسل وژنې په ضد خپله چغه پورته کړې او دنیا ته ئې ښودلې چې د اسرائيلو جنایتکار رژيم د فلسطین د مظلوم ملت په ضد  وحشي ډوله جنایتونه کوي او دا هیڅکله هم د زغملو او منلو وړ  نه دي.

امضای دفتر یادبود پاپ فقید از سوی رایزن فرهنگی در بانکوک _ عکس

امضای دفتر یادبود پاپ فقید از سوی رایزن فرهنگی در بانکوک _ عکس

امضای دفتر یادبود پاپ فقید از سوی رایزن فرهنگی در بانکوک _ عکس

امضای دفتر یادبود پاپ فقید از سوی رایزن فرهنگی در بانکوک _ عکس

https://iqna.ir/fa/news/4278316

captcha