IQNA

د لیبیا د قرآن د سیالیو په مقدماتي مرحلې کې د ایران د نمایندګانو اجرا

11:35 - April 27, 2025
د خبر لمبر: 3491020
ایکنا- د لیبیا هیواد د قرآن  د نړیوالو سیالیو په دیارلسم پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دوو  نمایندګانو  محمد جواد دلفاني او مجتبی علیرضالو،به مجازي بڼه  په مقدماتي مرحلې کې خپله اجرا وړاندې کړه.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د لیبیا د  قران کریم د نړیوالو سیالیو په دیارلسم پړاؤ کې  د  ایران  استازو، د غواي د میاشتې په څلورمه نیڼه  په مقدماتي مرحلې کې خپله  اجرا ترسره کړه.

مجتبی علیرضالو د ټول قرآن کریم  د حفظ په څانګې کې  او محمد  جواد  دلفاني هم د عشر قرائاتو په  څانګې کې  په دغو سیالیو کې د  ایران دوه نمایندګان دي، چې په پنجشنبې ورځې ئې په انټرنیټي بڼه  په مقدماتي مرحلې کې  ددغو سیالیو د قاضیانو د ډلې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د ټول قرآن  د حفظ په څانګې کې  له مجتبی علیرضالو څخه  کابو په یوې صفحې مشتمل دوه پوښتنې  وپوښتل شوې،همداراز د عشر قرائاتو په څانګې کې هم له محمد جواد دلفاني څخه هم د قاضیانو ډلې  درې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

ددغې  مرحلې  نتیجې  به په راتلونکو څو ورځو کې  ګډون کونکو ته  ورسول شي  او له دغې مرحلې دتیریدا په بڼه کې  نهائي مرحلې ته چې په حضوري بڼه به ترسره شي،  لاره ومومي.

د لیبیا د قرآن نړیوالې سیالۍ  په دوو مرحلو یعني په مقدماتي  او نهائي   مرحلو کې ترسره کیږي. مقدماتي مرحله په انټرنیټي بڼه او  نهائي مرحله به هم  په حضوري بڼه او د راتلونکي محرم  په میاشت کې  ترسره شي.

د لیبیا هیواد دقرآن نړیوالې سیالۍ  په درو څانګو کې یعني ،د ټول قرآن  د حفظ، د عشر په قرائاتو سره د ټول قرآن حفظ او له تفسیر سره د ټول قرآن حفظ  په درو څانګو کې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4278327

captcha