ایکنا نیوز د صداي البلد له قوله راپورراکړی، د الازهر د لوړو زده کړو او څېړنو پوهنتون مرستیال محمود صدیق، پرون، د غواي په ۶ ، په قاهره کې د الازهر پوهنتون د الهياتو او قانون پوهنځي په پنځم نړیوال کنفرانس کې چې د « اوسمهاله ننګونو په رڼا کې د انسان روزنه» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، ټینګار وکړ ،اسلام له هغه وخت راهیسې چې پیغمبر اکرم (ص) مبعث شوی، د انسان د روزنې لپاره یو متمدن او جامع ماډل وړاندې کړی دی.
هغه زیاته کړه: قرآن کريم او د پیغمبر (ص) سنت د نفس، عقل، بدن او روح پر متوازنې روزنې تمرکز لري، چې په دنیا او آخرت کې د لوړتیا لامل کیږي.
محمود صدیق وویل: قرآن کريم په جامع ډول د انسان د ودې او بشپړتیا موضوع ته پاملرنه کړې، لکه څنګه چې د قصص سورې په ۷۷ آیت کې فرمایي: او په هغه څه سره چې الله درته درکړي دي، د آخرت کور وغواړه او د دنیا خپله برخه مه هېروه، او لکه څنګه چې الله درته نیکي کړې، ته هم نیکي وکړه، او هم په ځمکه کې فساد مه غواړه، بېشکه الله فساد کوونکي نه خوښوي.»
هغه دوام ورکړ: پیغمبر (ص) د نفسونو د روزنې او پاکوالي لپاره راغلی او پر جاهلو رسمونو لکه د کورنۍ اړیکو پرې کول او د هَوَسونو او د شتمنۍ مینه پر انساني ارزښتونو ترجیح ورکولو ئې غلبہ وکړه.
د الازهر د لوړو زده کړو مرستیال د پاچا نجاشي په وړاندې د جعفر ابن ابي طالب د حبشې موقف او د اسلام د انساني ارزښتونو د دفاع یادونه وکړه او وې ویل: دغو ارزښتونو د یو داسې امت په جوړولو کې رول ولوباوه چې یو لوی تمدن یې رامینځته کړ، کوم چې د پیړیو لپاره دوام وکړ او د علم، اخلاقو او عدالت غوره ماډلونه یې وړاندې کړل.
هغه روښانه کړه چې اسلامي تمدن د انسان د ژوند یوې برخې پورې محدود نه دی، بلکې د نفس، عقل، بدن او روح وده او روزنه پکې شامله ده او خلک د ټولو نیکیو په لور هڅوي او له ټولو فسادونو منع کوي.
صدیق د نبوي احادیثو یادونه وکړه چې جامع روزنې او تزکیې ته بلنه ورکوي او وائي چې پیغمبر (ص) د انسان د ودې لپاره د دې جامع جوړښت یو ماډل و، ځکه هغه هر هغه څه ته امر کاوه چې د انسان د ژوند لپاره ګټور وي او له هر هغه څه ئې منع کاوه چې ژوند فاسدوي.
هغه وویل: نننۍ نړۍ د دغه حقیقي دین د تعلیماتو، ارزښتونو، اخلاقو او زده کړې ته د بېرته ګرځېدو سخت ضرورت لري څو له هغو لویو ننګونو سره مقابله وکړئ شي چې اسلامي امت او عربي نړۍ تهدیدوي.
محمود صدیق د امت په جوړولو کې د جوماتونو د رول او د مصر د ولسمشر السیسي لخوا د جوماتونو د تربیتي او تعلیمي رول د پیاوړتیا پر ټینګار یادونه وکړه او وې ویل: جومات تل د زده کړې، کلتور او ټولنیز ژوند مرکز و او نه یوازې د عبادت ځای، بلکې د ژوند د ارزښتونو د زده کړې او د هویت د پیاوړتیا ځای هم دی.
هغه ټینګار وکړ: اسلام یوازې د آخرت په پاملرنې پورې محدود نه دی، بلکې د دنیا او آخرت ترمینځ انډول ته بلنه ورکوي، لکه څنګه چې په قصص سورې ۷۷ آیت کې فرمایي: «او په هغه څه سره چې الله درته درکړي دي، د آخرت کور وغواړه او خپله دنیاوي برخه مه هېروه.»
https://iqna.ir/fa/news/4278655