د ایکنا د راپور له مخې، د تیر کال په وروستیو شپو ورځو او د خداي د میلمستیا د میاشتې په نیمایي کې، د قران کریم د خادمانو په ویاړ یوه غونډه ترسره شوه؛ یو جشن چې د رڼا، پیژندل شویو نومونو او زرګونو خاطرې سره یوځای و، او د تهران په مصلا کې د قران کریم د دوه دېرشم نړیوال نندارتون په فضا کې جوړ شو.
د دغو ملي مراسمو په دیرشمې مرحلې کې، چې د ۱۴۰۳ کال په وروستیو میاشتو کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په شتون سره ترسره شوه، ۱۳ تنه غوره قراني څېرې او یوه د قران کریم د همخوانۍ او مدیحهسرایۍ ډله وستایل شوه.
د دغو پیژندل شویو څېروڅخه یو کس حبیب مهکام و، چې په دې مراسمو کې د قران کریم د تبلیغ او ترویج په برخه کې د خادم په توګه وستایل شو. هغه یو بېادعا شخصیت دی چې د قراني ټولنې په زړونو کې یې خپل مقام ټینګ کړی دی، او له کلونو راهیسې د هغه د خادم په توګه د ستاینې تمه کېده.
استاد مهکام د قاریانو په ټولنې کې یو پیژندل شوی نوم دی؛ نه یوازې د قراني محفلونو او غونډو کې د هغه د فعال شتون له امله، بلکې د آیتونو او روایاتو د ادب او حکمت سره د هغه د بېسارې وړتیا له کبله. هغه له هغو کمو کسانو څخه دی چې کله خبرې کوي، قران یوازې د هغه په ژبه نه، بلکې د هغه په لهجه، لیدو، او حتی په وقفو کې هم روان وي.
دا قراني شخصیت د ۱۳۲۳ کال د چنګاښ په ۲۷ د مراغې په ښار کې زیږیدلی دی. له ۱۳۴۹ کال څخه، چې د پوهنتوني زدهکړو د پای سره هممهاله و، په رسمي توګه یې د قران کریم او عترت (ع) د تبلیغ او ترویج په برخه کې فعالیت پیل کړ؛ د یو تاوده زړه او ګرم غږ سره ئې د لسیزو لپاره د دیني او قراني محفلونو په زړه کې غږ پورته کړ.
د پوهنتونونو، نظامي بنسټونو، کلتوري او دیني مرکزونو، له تهران پوهنتون څخه نیولې تر امام رضا (ع) د حرم مطهر پورې، د هغه پرلهپسې شتون هغه د دې برخې یو پیژندل شوی څېره کړی دی.
دا قراني شخصیت د قران کریم په اړه ګڼ علمي اثار او تالیفات لري، چې له هغوڅخه ئې د قران او امام علي (ع) له نظره بهرهوري، د تجوید فن، د قران د تلاوت آداب، د قرائاتو د تاریخ مختصر، پیام حق، د نبوي احادیثو په رڼا کې قران، د اسلام تاریخ ته یوه کتنه، د وقف او ابتدا په اړه فکر، د قران او حدیث په رڼا کې د جمعې لمونځ، او د بنګلادش، قزاقستان او قرغیزستان سفرنامې یادولی شو.
حبیب مهکام د قران کریم د مبلغ په توګه ګڼ تبلیغي سفرونه هم کړي دي، چې له هغو څخه سعودي عربستان، بنګلادش، پاکستان، ترکیه، قزاقستان، قرغیزستان او نورو هیوادونو ته اشاره کولای شو.
دا قراني شخصیت د قران کریم ت
رڅنګ د عترت په برخه کې هم اغیزشیندونکي فعالیتونه کړي دي. هغه کلونه کلونه په هیئتونو او امامباړو کې د ذاکر او روضهخوان په توګه شتون درلودلی دی. په راډیوګانو کې د دیني کارپوه په توګه شتون او د عاشورا د پېښې په اړه د قران له نظره بحثونه د دغه قران او عترت خادم د فعالیتونو یوه بله برخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4278406