IQNA

لومړۍ برخه

پادریان څنګه د اسرائیلو برخلیک ټاکي؟ 

11:26 - April 28, 2025
د خبر لمبر: 3491026
ایکنا - د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د یهود  مذهبي مشرانو یوه ډله چې «خاخامان» یا پادریان  بلل کېدل، راڅرګند شول ،څو فکري غورځنګونه جوړ کړي او اروپایي یهودیان وهڅوي چې د خوندي پناه‌ځای په لټه کې شي.

 ایکنا  نیوزد الجزیره له قوله راپور راکوي، الجزیره چینل په یوه راپور کې د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کې  د صهیونیستي پادریانو  د راڅرګندېدو او پیاوړتیا تاریخچه او د دغې سیمې په برخلیک ټاکلو کې د دوي اغېز څېړلی دی. د دغه راپور د لومړۍ برخې ژباړه دلته ستاسو خدمت ته  وړاندې کېږي: 

په ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې، خاخام «الیاهو مالي»، چې د یافا د  شیرات موشه دیني مدرسې مشر دی، د غزې د ټولو اوسېدونکو، په تېره بیا ښځو او ماشومانو د وژلو غوښتنه  ئې وکړه او دا ئې د یهودي دین د تعلیماتو پر بنسټ وګڼله. نوموړي د غزې پر وړاندې جګړه یوه دیني جګړه وبلله او و ې غوښتل چې په غزې تړانګه کې هیڅوک ژوندی پاتې نه شي! 

دا فتوا، چې الیاهو   د یهودي دین سره سمه بلله، او دې ته ورته نورې فتواګانې  خاخامانو او پادریانو  په اسرائیلو کې د خاخامي بنسټ تاریخ روښانه کوي او دا ښئي چې څنګه یې په تېرو ۱۰۰ کلونو یا زیات وخت کې یو افراطي ښي اړخه بهیر جوړ کړ، چې وروسته په   صهیونیستي  رژیم کې د پردې تر شا اصلي ځواک شو! 

خاخام‌ الیاهو مالی

اوس پوښتنه دا ده چې پادریانو یا خاخامانو څنګه وکولای شول د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له سیکولر صهیونیستي بهیرونو څخه ګټه پورته کړي؟ او په تېر او اوسنيو اسرائیلو کې د صهیونیستي مذهبي جریان د پام وړ کېدو لامل څه دی؟ 

یو جرمني ارتودوکس یهودي، خاخام زوی هیرش کالیشر (۱۷۹۵-۱۸۷۴)، د سیاسي صهیونیزم د بنسټګر  تیوډور هرتزل، له وخته مخکې یو مخکښ فکري شخصیت و چې جرئت‌منې نظریې یې درلودې. نوموړي د مذهبي ريښو لرونکې لیدلوري په وړاندې کولو سره د یهودیانو په فلسطین کې د مېشتېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې خاورې ته کډوالي یوازې یو عملي انتخاب نه دی، بلکې یوه روحاني دنده ده چې د الهی رسالت د پوره کولو پیغام په خپل دننه لري. 

زوی هیرش کالیشر

په ۱۸۹۸ کال کې په روسیې کې یو صهیونیستي کنفرانس جوړ شو چې په کې له ۱۴۰ استازو  څخه ۱۴ پادریانو پکې ګډون درلود او پادري مشر  اسحاق یعقوب   دوی د «مزراحي» ګوند تر سیوري لاندې متحد کړل. دا ګوند لومړنی سیاسي ګوند و چې د صهیونیزم مذهبي فکر پر بنسټ جوړ شو. دغه ګوند د یهودي حاکمیت د تحقق او د«اسرائیل» د تاسیس لپاره ئې د عملي اقدام غوښتنه وکړه، پرته له دې چې د مسیح منجي د ظهور انتظار وکړي. 

همدارنګه، د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې په ختیځې اروپا کې، د یهودي ارتودوکس متعصبه دودونه، چې د «وعده شوې خاورې» ته ستنېدل ئې د مسیح منجي له ظهور سره تړلي بلل، غالب شول او صهیونیزم مذهبي د یوه منځلاري نوښتګر بهیر په توګه راڅرګند شو چې هڅه یې کوله مذهبي ایمان د صهیونیستي جاه‌طلبانه غوښتنو سره همغږي کړي. 

خاخام اسحاق یعقوب رینس

دا غورځنګ د «غوره شوي ملت» او «وعده شوې خاورې» پر دوو مفاهیمو ولاړ  و، چې د خاخامانو له نظرونو، لکه د ابراهام کوک له نظر ه اخیستل شوي وو، چې د صهیونیزم مذهبي معنوي پلار بلل کېږي او د یهودانو په فلسطین کې مېشتېدل یې له توبې او الهی نجات سره تړلي بلل. 

د اسرائیل د رژیم په سیوري کې صهیونیزم مذهب   

د اسرائیلو له تاسیس وروسته، صهیونیزم  د رسمي او ملي بنسټونو، لکه د خاخامانو لویې شورا، د دیني چارو وزارت او پوځ په نفوذ سره پیاوړی شو، تر دې چې هر ښار یا کلی خپل خاخام یا پادري درلود او هر پوځي بنسټ هم خپل ځانګړی خاخام درلود. 

آبراهام کوک

سره له دې چې مذهبي یهودیانو په پیل کې د مذهبي دلایلو له امله په پوځ کې د خدمت کولو لیوالتیا نه درلوده، په ۱۹۶۵ کال کې د پادری زوی کوک په ملاتړ د ښارګوټي‌جوړونې کار پیل شو، چې پوځي خدمت ئې یوه مذهبي واجب وباله ، او دا د تورات د زده‌کړې او پوځي روزنې د یوځای کېدو لامل شو او د مذهبي یهودانو لپاره یې د دولت په ټولنیز او پوځي جوړښت کې د  یو ځاي کیدا لاره هواره کړه. 

د ۱۹۶۷ کال جګړه، چې د قدس، الخلیل، لوېدیځې غاړې، جولان او سینا د نیواک  لامل شوه،د صهیونیستانو لپاره یو مهم بدلون و، ځکه د ابراهام کوک زوی، خاخام زوی کوک، دا پېښه یوه الهی بریا بلله چې د مقدسو خاورو دیني ارزښت ئې پیاوړی کاوه او دې نظر د نیواکي ټاتوبي  د ښارګوټي ‌جوړونې د پیاوړتیا لامل شو.

https://iqna.ir/fa/news/4277647

captcha