IQNA

د ایران د نړیوالو محصلینو د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ

10:40 - April 29, 2025
د خبر لمبر: 3491030
ایکنا - د محصلینو د قرآن کریم او عترت فعالیتونو د همغږۍ شورا د مشورتي ټولګې غونډه نن په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په استازولۍ ادارې کې ترسره شوه او په دې غونډه کې د قرآن او عترت ۳۹  ملي فیسټیول د روان کال د وږي میاشتې په لومړۍ لسیزه کې او د نړیوالو محصلینو د قرآن کریم سیالۍ د ترسره کیدو خبر ورکړل شو.

د ایکنا خبري اژانس راپور راکوی،۱۴۰ مشورتي غونډه د یکشنبې په ورځ،د غوايي په ۷، په پوهنتونونو کې د رهبرۍ د نمایندګۍ  ادارې کې د قرآني مدیرانو په ګډون ترسره شوه.

د محصلینو د قرآني فعالیتونو مشورتي ټولګه؛ د هیواد تر ټولو زاړه قرآني مجمع!

د ایکنا د راپور پر اساس ، حجت‌الاسلام حسین افتخاریان، چې یو ځل بیا د رهبرۍ په استازولۍ ادارې کې د دارالقرآن مسئول په توګه ټاکل شوی، وویل چې دا مجمع نه یوازې د پوهنتونونو په کچه، بلکې په ټول هیواد کې د قرآن په برخه کې تر ټولو زاړه مشورتي مجمع ده. هغه د غونډو پر منظمه توگه ترسره کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې دوره کې به هڅه وشي څو د فیسټیول او ورته فعالیتونو په نږدې وختونو کې فوق‌العاده غونډې ترسره شي او د غونډو ورځ به ثابته وي.

په راپور کي وییل شوي په دغې غونډه کې لومړی د قرآني نندارتون د پوهنتوني برخې راپور وړاندې شو.

د محصلینو د ملي قرآني فیسټیول وروستی وضعیت

د آزاد پوهنتون د دیني چارو او تبلیغ مدیر زارع‌شهرآبادی، وویل چې د قرآن او عترت د ۳۹ ملي فیسټیول اختتامیه به د وږي په لومړۍ لسیزه کې ترسره شي. ددې وخت د ټاکلو لپاره ټولې مناسبتونه او شرایط په پام کې نیول شوي دي.د سیالیو د کوربه‌توب لپاره درې انتخابونه، تنکابن (سی‌سرا مجموعه)، اصفهان ولایت او خراسان رضوي ولایت په پام کې نیول شوي دي.

برگزاری سی و نهمین جشنواره ملی قرآن دانشجویان در شهریورماه + عکس

د نړیوالو محصلینو د قرآن کریم سیالۍ

د ایکنا د راپور له مخې، د پوهنتوني قرآني اداری مشر او د ایکنانیوز  مدیرعامل جلیل بیت‌مشعلی، د نړیوالو محصلینو د قرآن کریم سیالۍ د وروستي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او وې ویل: د جهاد پوهنتون یو له مهمو فعالیتونو څخه د نړیوالو محصلینو د قرآن کریم سیالۍ ترتیب او ترسره کول دي چې تر اوسه یې شپږ دورې په دوه کلني ډول په مشهد، اصفهان، تبریز او دوه دورې په تهران کې ترسره شوې دي.

هغه وویل چې دا سیالۍ د کرونایی بحران او نورو دلایلو له امله اووه کاله نه دي ترسره شوې. اوس مونږ د اوومې دورې د ترسره کولو په هڅه کې یو او تر اوسه د ۶۴ هیوادونو استازو د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی. د ګډونوالو ټول علمي اسناد او مدارک ترلاسه شوي دي.

د ایکنا عامل مدیر وویل: په تیرو شپږو دورو کې سیالۍ په دوو برخو، د تحقیق قرائت او د تول قرآن کریم حفظ، ترسره شوې وې، خو په اوومه دوره کې د «قرآني نوښتونه او ټیکنالوژي» برخه هم اضافه شوې ده. تر اوسه په دې برخه کې ۲۰ اثار ترلاسه شوي او ځکه چې د اثارو د ترلاسه کولو وروستی مهلت د غوايي د میاشتی تر پایه دی، د دې برخې اثار او د تحقیق قرائت او د تول حفظ  ګډونوال به نور هم زیات شي.

هغه زیاته کړه چې ځینې هیوادونو، برعکس زمونږ د تمې، له سیالیو ښه هرکلی کړی دی. له مصر څخه هم څو ګډونوالو چمتووالی ښودلی دی. همدارنګه، په سیالیو کې بهرني ګډونوال هغه محصلین دي چې په بهر کې زده‌کړې کوي، نه هغه بهرني محصلین چې په ایران کې زده‌کړې کوي. مونږ ته د بهرنیو محصلینو ګډون مهم دی.

برگزاری سی و نهمین جشنواره ملی قرآن دانشجویان در شهریورماه + عکس

بیت‌مشعلی وویل چې د دغو سیالیو د ترسره کولو لپاره درې ګامونه باید پورته شي: لومړی ګام زمونږ د هیواد د استازو معرفي کول دي. ځکه چې زمونږ استازي د قرآن او عترت د ملي فیسټیول غوره شوي دي او له اووه کلونو راهیسې دا سیالۍ نه دي شوې، نو د تیرو اووه دورو ۱۴ غوره کسان پیژندل شوي دي. له دې ۱۴ کسانو څخه درې یې اوس محصلین نه دي او ۱۱ نور لا هم محصلین دي. د دې لپاره چې زمونږ استازي په نړیوالو سیالیو کې مشخص شي، د دغو ۱۱ کسانو ترمینځ به یوه حضوري انتخابي سیالي ترسره شي.

هغه وویل چې هیله ده په راتلونکو میاشتو کې حضوري سیالۍ ترسره شي. د دې لپاره د نورو هیوادونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تقویمونه مطالعه شوي دي. بل موضوع د حج موسم دی چې باید په پام کې ونیول شي، ځکه ځینې داورانیا قاضیان او سیالي کوونکي په دې وخت کې په حج کې وي. مونږ له ګډونوالو سره ښه اړیکه لرو او د سیالیو آیین‌نامه او جزییات ورته رسول شوي دي.

د پوهنتوني قرآني اداری مشر ټینګار وکړ چې مونږ غواړو دا سیالۍ په تهران کې ترسره شي، خو نور انتخابونه هم د کوربه‌توب لپاره په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه، د سیالیو په جریان کې به نور متنوع پروګرامونه هم ترسره شي.

د ایکنا عامل مدیر په پای کې وویل: هڅه به وشي چې په نږدې راتلونکي کې د دې سیالیو د سیاست‌سازۍ شورا غونډه د جهاد پوهنتون د رئیس په حضور کې، چې د سیالیو بنسټګر هم دی، ترسره شي.

د آیاتو سره ژوند طرحې د پوهنتوني برخې دوام

په دې برخه کې د رهبرۍ په استازولۍ ادارې کی د قرآن، عترت او لمانځه د مرکز پخوانی مسئول حجت‌الاسلام سعید باصره، ، د دې طرحې په اړه لنډې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: له آیتونو سره ژوند طرحه یوه ملي طرحه ده چې  کابو درې کاله وړاندې پیل شوې او  پر دې اجرا د رهبرۍ له خوا هم ټینګار شوی دی.

په دې طرحه کې ۳۰ آیتونه انتخاب شوي وو. بل ګام دا و چې د دې طرحې د لا زیاتې لیدلو او په کال کې د اجرا لپاره، د آیتونو شمیر ۱۰۰ ته ورسیږي. د دې موضوع اړوند محتوا هم چمتو شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4278765

captcha