ایکنا خبري اژانس راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو ادارې د قرآن کریم د ملی سیالیو د اتهڅلویښتم پړاؤ نوملیکنه د غوايي د میاشتې په لسمه نېټه پیل شوې او تر یوې میاشتې پورې به دوام وکړي.
په دې اساس، هغه کسان چې غواړي په ایران کې د قرآن کریم په تر ټولو مهمې سیالۍ کې ګډون وکړي، تر غبرګولي میاشتې لسمې نېټې پورې فرصت لري چې د oghaf.ir ویبپاڼې له لارې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره خپلې نوملیکنې بشپړې کړي.
دا سیالۍ د ښځو او نارینهو په دوو برخو کې او د تحقیق د قرائت، د ترتیل قرائت، د قرآن کریم بشپړ حفظ، د ۲۰ سپارو یا جزو حفظ، د ۱۰ سپارو حفظ، د پنځه سپاره حفظ، د دعا لوستلو، د قرآن کریم په یوځای د لوستلو ، اذان (یوازې د نارینهو لپاره)، د قرآن معارف، د نهجالبلاغې معارف، د صحیفه سجادیې معارف او د قرآن کریم په عمومی ژباړې په سیالیو مشتملې دي.
د قرآن کریم د ملی سیالیو د اتهڅلویښتم پړاؤ د تېرې دورې په څېر په دوو عمرې ګروپونو کې ترتیب شوې ده: له ۱۲ تر ۱۸ کلونو او له ۱۸ کلونو څخه پورته. په ۱۲ تر ۱۸ کلونو برخه کې یوازې د تحقیق قرائت او د قرآن کریم بشپړ حفظ څانګې په پام کې نیول شوي دي.
د ایکنا د راپور له مخې، د دغو سیالیو د نوملیکنې له پیل سره سم، د دغې قرآني پیښې پوسټر او تیزر هم خپور شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4279419/