د ایکنا خبري اژانس راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د ملي غوره کسانو او استعد لرونکو د تلاوت ښوونځي د پرانیستې دستورې پرون سهار د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر حجتالاسلام والمسلمین سید مهدي خاموشي او د هیواد د قرآني چارو د یو شمېر مدیرانو په شتون سره د تهران د ارم هوټل د غونډو په ال یا تالار کې ترسره شوې.
دد غو مراسمو په پیل کې د ملي تلاوت ښوونځي د یو نوي قاري په توګه سبحان عبداللهي، ، د قرآن کریم څو آیاتونه تلاوت کړل او ورپسې د دغه ښوونځي یو شمېر نوو قاريانو د قرآن کریم د آیاتونو ډلهییز تلاوت وکړ.
د تلاوت د ملي استعدادونو ښوونځی؛ د نورو هیوادونو لپاره یو بېلګه
د دغو مراسمو په دوام کې، چې د هیواد د معارفي پروګرامونو د وړاندې کوونکي سید وحید مرتضوي لخوا اجرا کېدې، د هیواد یو مخکښ قرآني شخصیت او د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر قرآني سلاکار، عباس سلیمي، وینا وکړه.
سلیمي د خپلې لنډې وینا په پیل کې د کرامت لسیزې او د استاد شهید مرتضي مطهري او د ښوونکي د ورځې د یادولو ترڅنګ وویل: څرنګه چې د هیواد راتلونکی د دغه نوي نسل پورې اړه لري، که دا راتلونکي جوړوونکي د قرآن او الهي کلام سره بلد شي، نو د دغه هیواد راتلونکی او نیکمرغي تضمینولی شي.
دغه مخکښ قرآني شخصیت د ملي استعدادونو د تلاوت ښوونځي پیل یو ښکلی او ارزښتمن اقدام وباله او زیاته یې کړه: دا تلپاتې اقدام د مقام معظم رهبري د استازي او د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر په ملاتړ او د هغه د همکارانو په هڅو او زړورتیا سره دا ځيری ورکوي چې د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره یو ښه پلان ترتیب شوی دی.
د تلاوت د ملي استعدادونو د ښوونځي د جزئیاتو تشریح
د ایکنا د راپور له مخې، د دغو دستورو په دوام کې د ملي استعدادونو د تلاوت د ښوونځي مدیر علي محرابي، ، د دې طرحې په اړه توضیحات وړاندې کړل او وې ویل: دوه کاله وړاندې کله چې یونس شاهمرادي د سعودي عربستان د نړیوالو قرآني سیالیو په ترڅ کې لوړه درجه ترلاسه کړه، د اوقافو د ادارې مشر د قرآني استعدادونو د موندنې لپاره د یوه پلیټ فارم د تعریفولو غوښتنه وکړه. په دوام کې، د دې کار د اجرا لپاره، د میاشتو هڅو او ګڼو ناستو په پایله کې د تلاوت د روزنې دورې طرحه شوې.
هغه ټینګار وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې مونږ د لسګونو او سلګونو نابغه قرآني نوي استعدادونو سره مخ شوي یو، او هغه نوي ځوانان چې ډېری یې نه د کومې ادارې غړي وو او نه یې هم کومه تخصصي روزنه لیدلې وه.
د دغو مراسمو بله برخه د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر حجتالاسلام والمسلمین سید مهدي خاموشي وینا ته ځانګړې شوه. هغه وویل: خداوند په قرآن کې فرمایي: «قُلْ کُلٌّ یَعْمَلُ عَلی شاکِلَتِه»، انسان کله چې نړۍ ته راځي، د هغه طبیعي وجود زیږیدلی وي، خو خدا مونږ ته د پوهې وسیلې راکړي څو خالق او هستي وپېژنو؛ هر څومره چې زمونږ د خدای په اړه پوهه زیاته وي، له خداوند سره زمونږ نږ دېوالی به هم زیات وي.
https://iqna.ir/fa/news/4279636