ایکنا نیوز د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې د عامه اړیکو او اطلاعاتو د څانګې په حواله راپور راکړ، د هنر لپاره غزه په نوم نندارتون چې په اسلام اباد کې د یو شمېر سفارتونو، په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او کلتوري سلایارئ په ملګرتیا سره جوړ شوی، د نقاشۍ، مجسمه سازۍ، عکاسۍ، تیټر او موسیقۍ په شمول د بیلابیلو هنري څانګو د پاکستانيو هنرمندانو آثار نندارې ته وړاندې کړي.
د پاکستان د کلتوري چارو پخوانی وزیر او د ورېښمو د لارې د انسټیټیوټ اوسنی مسئول، جمال شاه، چې دا نندارتون د هغه په نوښت جوړ شوی، د نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې د غزې له مظلومو خلکو سره خواخوږي او پیوستون څرګند کړ او و ې ویل: مونږ نن د غزې د مظلومو او بې دفاع خلکو پر وړاندې تر ټولو وحشی ډوله جنایتونه وینو او له بده مرغه په دې بحراني حالت کې اسلامي هېوادونه د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي. دا نندارتون هغه یوازینی کار دی چې په اوسني حالت کې د پاکستانيو هنرمندانو له وس سره برابر دی.
د فلسطین سفیر او پخوانی سناتور، مشاهد حسین، د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې نور ویناوال وو چې هر یوه ئې د غزې د بې دفاع خلکو د رنځونو په اړه خبرې وکړې او د فلسطین په ملاتړ د هنري آثارو د وړاندې کولو له امله ئې مننه وکړه.
د ایران کلتوري سلایارئ د دغه نندارتون د جوړولو ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د بوږنونکو پيښو او د غزې د خلکو د وژنې د تصویرونو په وړاندې کولو سره د دغه نندارتون بډاینې ته وده ورکړه.
ټاکل شوې چې د یوې اوونۍ د نندارتون تر پای ته رسیدو وروسته، د هنرمندانو آثار لیلام شي او ترلاسه شوې پیسې د غزې خلکو ته د مرستې لپاره واستول شي.
https://iqna.ir/fa/news/4280448