ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، یو شمېر فرانسوي ورځپاڼو په دغه هېواد کې په یوه جومات کې د یوه لمونځ کوونکي وژنه له دوو بیلابیلو زاویو سپړلې. لوموند د دوه ګوڼي معیارونو پر خطر تمرکز کړی، په داسې حال کې چې فیګارو راپور ورکړی، د قرباني کورنۍ وکیل دوی ته سپارښتنه کړې چې هیڅکله د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رتایو سره ونه ویني.
لوموند په خپلې سرمقالې کې یادونه وکړه چې د کورنیو چارو وزیر په نانت کې د یوه ښوونځي زده کوونکي د چاقو وهلو وروسته په چټک شتون سره، د مذهبي چارو د مشر په توګه د یوه مالي توکمه ځوان د یوه اسلام ضده کس لخوا د وژنې په صحنه کې د هغه د نه شتون په ټکر کې دی.
دغې ورځپاڼې روښانه کړه چې د «دوه ګوڼي معیارونو» خبرې ډېرې پیاوړې دي او په سیاست او ټولنیزو مسایلو کې د دوی په شتون په اسانۍ سره سترګې نه شي پټیدلی. دا موضوع په ځانګړې توګه د یوه ۲۲ کلن مالي توکمه مسلمان، ابوبکر سیس، چې په ګارډ سیمې کې په خدیجه جومات کې د چاقو په وهلو ووژل شو، په اړه د سیاسي مشرانو، په تیره بیا د کورنیو چارو د وزیر، د غبرګون په څرنګوالي کې څرګنده شوه.
لوموند رسنیو او سیاستوالو ته سپارښتنه وکړه چې له داسې جرمونو وروسته په خپلو سمدستي څرګندونو کې محتاط ووسي، ځکه چې د انگیزو معلومول ممکنه ده اوږد وخت ونیسي.
دغې ورځپاڼې په نانت کې د رتایو شتون یاد کړ،چې د یوه ښوونځي زده کوونکي د وژنې څو ساعته وروسته په جرم ځای کې حاضر شو او په دې اړه یې دریځ څرګند کړ.
لوموند د فرانسې د سیاسي مشرانو د دوه ګوڼو دریځونو په اړه نیوکه کړې او لیکلي ئې دي: مسلمانان، لکه د دغه هېواد نور اوسیدونکي، د ملاتړ او په اړتیا سره د چارواکو له خوا د خواخوږۍ حق لري. خو په میلیونونو فرانسوي مسلمانان د سیاسي سیالیو لپاره کارول کیږي. ځینې سیاسي مشران هم شته چې غواړي اسلام له اسلام پالنې سره یو شان وګڼي.
فیګارو ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کورنیو چارو وزیر د سیس کورنۍ ته بلنه ورکړې وه چې د دوشنبې په ورځ له دوی سره وویني، خو د کورنۍ وکیل یاسین بوزرو، چې په دغې بلنې حیران شوی و، باور درلود چې وزیر «کورنۍ د ټولې فرانسې په وړاندې سپکه کړې» او له دوي ئې وغوښتل چې دا بلنه هیڅکله ونه مني.
بوزرو وروسته له دې چې د کورنیو چارو وزیر له رسنیو سره د قرباني په اړه خبرې وکړې او هغه ئې د یوه «غیرعادي حالت» په توګه یاد کړ او و ې ویل چې د هغه کورنۍ موندل ګران دي ځکه چې دوی په ټوله افریقا کې خپاره دي، د قرباني خپلوانو ته ئې مشوره ورکړه چې له هغه وزیر سره ونه ویني چې د ټولې فرانسې په وړاندې ئې دوی ته داسې سپکاوی کړی دی.»
https://iqna.ir/fa/news/4280304/