ایکنا - د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د حاجیانو او زیارتوالو د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.

ایکنانیوز د جي نیوز په حواله راپور راکړی، دا پلان به نن یعني پنجشنبې ناوخته د حرمین شریفین د عمومي ریاست لخوا اعلان شي. دا پلان د حاجیانو پر چورلیزوب متمرکز دی او هدف ئې د میلیونونو حاجیانو او زائرانو هرکلی دی.
دغه پلان د مصنوعي ذکاوت او هوښیارو ټیکنالوژیو له لارې د حج د سفر لوړولو هڅه کوي. د حرمین شریفین ادارې په خپل رسمي ایکس ټولنیز چینل کې ویلي چې دا پلان د حج په تاریخ کې د تر ټولو پراخه ډیجیټل خدماتو ټولګه پیلوي، لکه:
مناره ۲ رباټ: د مصنوعي ذکاوت دویم نسل رباټ چې په څو ژبو کې د زائرانو خدمت او لارښوونه کوي. په څو ژبو مشتمل سمارټ لټونکی (سرچ) په مهمو ځایونو کې د معلوماتو او مرستې لپاره نصب شوي. ډیجیټل قرآني پلیټفارم: د نړیوالو حاجیانو او زیارتوالو لپاره د قرآن د تلاوت او زدهکړې لپاره.د فاتحې سورې اپلیکیشن: یو څو ژبنی اپلیکیشن چې د قرآن د یوې مشهورې سورې د پوهې لپاره دی.
ت خصصي نوښتونه: پروګرامونه چې دحاجیانو او زیارتوالو د ډولوالي له منظر سره سم دیني، فکري او تعلیمي ملاتړ چمتو کوي.
4280668